سيګار: طالبان د نړیوالې ټولنې له کوم د پام وړ چلند سره نه دي مخ شوي

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا د پلټنې ځانګړي اداره (سیګار) وایی، طالبان د ښځو پر زده‌کړو او کار له بندیز وروسته د نړیوالې ټولنې له خوا د پام وړ پایلې سره نه دي مخ شوي.

سیګار دا خبره سه شنبه د کب پر دویمه نېټه په یو لړ ټویټونو کې کړی ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې همدارنګه ویلي، چې طالبانو دا نه ده څرګنده کړې چې د نورو نړیوالو مرستو په بدل کې به د نجونو د زده‌کړو په برخه خپله تګلاره بدله کړي که نه.

دغه سازمان زیاته کړه: «طالبانو تر اوسه له زده‌کړو او مسلکي روزنې د ښځو د منع کولو له امله د نړیوالې ټولنې له خوا له د پام وړ پایلې سره نه دي مخ شوي.»

د سیګار په وینا، د امریکا حکومت د ملګرو ملتونو پروګرامونه او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د هڅو په برخه کې د مرستو بهیر نه دی اصلاح کړی.

نړیوالو سازمانونو له هغه وخته، چې طالبانو افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوست او د ښځو پر کار او زده‌کړو یې بندیزونه ولګول، طالبانو ته یې د مرستو لړۍ روانه ساتلې؛ هغه موضوع اوس د سیګار له خوا پرې نیوکه شوې.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د نجونو ښوونځي وتړل او له څو میاشتو راهیسې یې د ښځو پر لوړو زده‌کړو او کار کولو بندیز لګولی.

ورته لیکنې

Back to top button