د حجاب په اړه د طالبانو حکم چې شنبه د غويي پر ۱۷ په یوه بشپړه نارینه ناسته کې په کابل کې اعلان شو، د دې ډلې د کابو اتو میاشتو واکمنۍ په موده کې یو بل غبرګون پاروونکی ګام و. د هغې کړنلارې له مخې چې د طالبانو «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت برابره کړې، ښځې باید له سترګو پرته ټول مخ پټ کړي. طالبانو د دغه حکم د سرغړوونکو لپاره تادیبي – جزايي احکام هم وضع کړي دي.
د طالبانو دا اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو، فعالو مېرمنو، هېوادوالو او د ځینو هېوادونو استازو د طالبانو پر دغه اقدام اعتراض کړی دی. د منتقدینو په وینا، طالبانو په خپله کابو اته میاشتنۍ واکمنۍ کې پر ښځو د محدودیتونو په لګولو کې یو شمېر کارونه کړي دي. کارکوونکو مېرمنو ته د اجازې نه ورکول، له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو تړل، جنسیتي تفکیک، ښځینه دولتي کارکوونکو ګوښه کول، د ښځو پر سفر محدودیت لګول او بالاخره د جبري حجاب طرحې اعلانول د ښځو لپاره د طالبانو د محدودیتونو بېلګې دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسووله هډر بار په یوه غبرګون کې ویلي، د دې وخت رارسېدلی، هغه هېوادونه چې د ښځو له حقونو ملاتړ یې د بهرني سیاست په لومړیتوب کې دی، له افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره په متحد ډول عمل وکړي. هغې په ورته حال کې ټینګار کړی، چې له دې مخکې کار دې ځای ته رسېدلی وای، باید پر ښځو د طالبانو د زیات فشار پر وړاندې جدي او ستراتيژيک ځواب ورکړل شوی وای.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یوناما هم په یوه غبرګون کې ویلي، چې پر دغه تصمیم ناهیلي شوي او د دې پرېکړې د پایلو او واحد تصمیم د غوره کولو لپاره، د نړیوالې ټولنې له غړو سره مشوره او همغږي کوي. یوناما ویلي، چې د طالبانو پر دې حکم چې ښځې په عمومي ځایونو کې مخ پټ کړي، ښځې یوازې د اړتیا پر مهال له کوره ووځي او له دغو سپارښتنو د سرغړونې په صورت کې به د کورنۍ یوه نارینه غړي ته سزا ورکړل شي، سخت اندېښمن شوي. د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر ویلي، د هغو معلوماتو له مخې چې په واک کې یې لري، دا یوه رسمي کړنلاره ده، نه سپارښته او تطبیق او اجرا به شي.
په دې اړه د یوناما په اعلامیه کې راغلي: «دا پرېکړه په تېره لسیزه کې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي او ملاتړ په اړه د طالبانو د استازو له هغو تضمینونو سره په ټکر کې ده، چې په خپلو خبرو او نړیوالو مذاکراتو یې وړاندې کړي وو. دغه تضمینونه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بیاځلي شوي او وویل شول، چې ښځې او نجونې به په ټولنه کې د کار او زده کړو په ګډون له خپلو ټولو حقونو برخمنې وي.
بلخوا، یوناما ویلي چې نړیواله ټولنه هغو نښو ته په تمه وه، چې وښیي طالبان له نړۍ سره تعامل او مثبتو اړیکو ته تیار دي. دغه بنسټ د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو پرېکړې ته په اشارې سره ویلي، چې د افغان نجونو پر مخ د منځنۍ دورې ښوونځیو بیا پرانیست ځنډولو په اړه د شپږ اوونیو مخکې پرېکړه، په نړۍ، سیمه او هېواد کې په پراخه توګه وغندل شوه.
نړیوالې ټولنې همداراز ویلي، چې د طالبانو نننۍ پرېکړه هم کېدای شي له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو تعامل ستونزمن کړي.
د بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې ویلي، چې طالبان د ښځو او نجونو د ځپلو د سیاست په کارولو سره د یوه ټولشموله حکومت جوړولو او اقتصادي ناورین ته له پاملرنې سر غړوي. هغې زیاته کړه، چې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره یوځای، د طالبانو «ظالمانه» اقداماتو د پای ته رسولو، د نجونو ښوونځیو بیا پرانیست او ښځو او نجونو ته د کار اجازې ورکولو غوښتونکې ده.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي وین برانت په یوه ټویټ کې ویلي، چې طالبانو «د افغانستان د نیمایي ټولنې ازادي» نقض کړې ده. هغه دا موضوع یوه جدي ننګونه بللې او ویلي یې دي، چې طالبان بنسټیزو ستونزو ته د پاملرنې پرځای په بې ارزښته کارونو پسې ګرځي. هغه په دې ټویټ کې لیکلي: «د طالبانو د دولت د دوام لپاره څلور اصلي ستونزې دي: د افغانستان د ۵۰ سلنه ټولنې د ازادۍ نقض، تر ټولو کم ارزښته کارونو ته پام، رښتینو ستونزو لکه خواړه، روغتیا، زده کړه او اقتصاد ته نه پاملرنه او مرستندویو ته بې پامي.»
د مخکیني حکومت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر د طالبانو دغه اقدام جنسیتی اپارتاید بللی او ویلي یې دي، چې نړۍ د افغان مېرمنو د کړاوونو او روان ظلم ننداره کوي. اغلې اکبر طالبان «د ښځو دښمنان» بللي دي.
یو شمېر سیاسي څېرو هم د دې موضوع په اړه غبرګون ښودلی دی. افغان وګړو او مېرمنو هم د طالبانو پر دغې طرحې نیوکه کړې ده. اوسېدونکي وایي، چې طالبان هغو بنسټیزو او اړینو مسایلو ته چې د هر حکومت دنده وي، د پاملرنې پرځای د ښځو د ګواښلو او ګوښه کولو په لټه کې دي.
ډېری خلک د طالبانو دغه حکم په ۹۰ زېږدیزه لسیزه کې د دې ډلې له چلن سره پرتله کوي. طالبانو په تېره دوره کې ټولنه کې د ښځو شتون منع او سخت شرایط یې ورته ټاکلي وو.
اجباري حجاب، له زده کړو بې برخې کول، له کور څخه بهر ته د تللو اجازه نه ورکول، د سفر کولو حق نه لرل او همداشان نور تاوتریخوالي د طالبانو د تېر پنځه کلن حکومت نه هېرېدونکې ځانګړتیاوې دي. اوس دغه ډله د هماغه «امارت» د بیا جوړولو په لټه کې ده، چې څو ځله د هغوی چارواکو ویلي، چې د ښځو په اړه یې لیدلوری بدل شوی او د ښځو حقوقو ته درناوی لري.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت شنبه د غويي پر ۱۷ په یوه ناسته کې چادري تر ټولو غوره حجاب وباله او ټینګار یې وکړ، چې د حجاب اغوستل د هره بالغې ښځې لپاره «فرض او اړین» دی. په دې طرحه کې د دولتي مرکزونو کارکوونکو ښځو ته هم خبرداری ورکړل شوی، چې د حجاب نه مراعاتولو په صورت کې له دندې ګوښه کېږي. د هغو مېرمنو کورنیو ته چې دغه پرېکړه نه عملي کوي، د چلن او اجرااتو لپاره څلور پړاوونه په پام کې نیول شوي دي: لومړی، د بې حجابه ښځې کورنۍ په نښه او کورنۍ ته یې توصیه کېږي؛ دویم، د بې حجابه ښځې سرپرست غوښتل کېږي؛ درېیم پړاو کې درې ورځې بندي کېږي؛ څلورم، د بې حجابه ښځې سرپرست محکمه او قانوني چلن ورسره کېږي.