طالبان؛ له ښاري ښځو سره د وروسته پاتې حاکمانو دښمني
لیکوال: میرزايي

د طالبانو په خاوره کې چې اوس د افغانستان په لویوالي یو هېواد دی، بې شمېره پېښې ترسره کېږي. یو شمېر د دغو پېښو د ژورنالیستانو لاسته ورغلي او په رسنیو کې خپرې شوي، خو ډېری د هغو لا هم ندي افشا شوي او عامو خلکو ته ندي رسول شوي. د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د طالبانو شدید کنترول او وېره او ګواښ چې دغه ډله یې د رسنیو د فعالینو په حق کې روا بولي، د پېښو له عمده برخو د رسنیو د نا خبرۍ مهم لامل دی جې د طالبانو د حاکمیت لاندې پېښیږي. طالبان، خپلواکې رسنۍ په رسمیت نه پېژني او هغه مهال رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي چې د هغوی د پالیسۍ پربنسټ کار وکړي. له دې امله، هغه رسنۍ چې د افغانستان دننه په فعالیت بوختې دي، هېڅکله نشي کولای په سم ډول پېښې انعکاس کړي. سره له دې چې د آزادو رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې ګڼ شمېر کړاونه او ستونزې شته دي، ژورنالیستان او خبریالان بیا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د بېلابېلو خطرونو په منلو هڅه کوي ترڅو د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان د ټولنې حقایقو ته لاسرسی ومومي او هغه مخاطبینو ته ورسوي. یو له هغو خبریالانو چې د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط په لومړیو کې دغه هېواد ته لاړه او راپورونه یې خپاره کړل، مېرمن صفا صالح ده.
صفا صالح، د «اخبار الان» ټلوېزیوني شبکې مصري خبریاله چې په عربي ژبې خپرونې لري او په دوبۍ کې موقعیت لري، په دې بریالۍ شوه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څه موده وروسته دغه هېواد ته سفر او د هغه تلویزیون لپاره چې نوموړې ورسره کار کوي، بې شمېره راپورونه چمتو کړي. نوموړې د راپور د چمتو کولو تر څنګ، د خپلو د سترګو ځیني لیدلي حالتونه هم بیان کړي دي. د سترګو دغه لیدلي حالتونه دا ښيي چې د طالبانو ډله د ښځو مخالفه ډله ده او له ښاري ژوند سره بلدتیا نه لري او اوس پر ښارونو له واکمنېدو سره هوډ لري خپل کلیوالي کلتورونه په ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول پر ښاري ښځو تحمیل کړي. کومې کیسې چې صفا صالح د یوې با حجابه ښځې په توګه د طالبانو د چلند په اړه کوي، د طالبانو د وروسته پاتې وضعیت ښکارندويي کوي او دارنګه د هغه واقعیت په اړه خبرې کول دي چې طالبان په ښاري ښځو د خپلو وروسته پاتې ټولنو د کلتورونو په منلو، هڅه کوي هېواد پېړۍ پېړۍ شاته ولېږدوي.
صفا صالح په یوې مرکه کې پنجشیر ته د خپل د سفر په اړه کیسه کوي. نوموړې د لوړو مدیرانو له لارښوونې وروسته پرېکړه وکړه پنجشیر ته ولاړ شي او د مقاومت جبهې له ځواکونو او دغه راز د پنجشیر له اوسېدونکو سره خبرې وکړي او له نږدې د یاد ځای له اوضاع سره بلده شي. د لارې په اوږدو او له هغې وروسته یې چې د طالبانو له جنګیالیو سره خبرې وکړې، په ناخبره ډول یو له دغو جنګیالیو چې په څېره کې یې غوسه او کرکه له ورایه ښکارېده، د نوموړې د موټر مخې ته ودرېد او د نوموړې په لوري یې د وسلې په نښه نیولو سره خپل لاس یې په ماشه کښېښود او د نوموړې په لوري ډز کولو ته چمتو شو. له یادې پېښې له خلاصون وروسته، صفا صالح چې له یادې پېښې خواشینې شوې وه، پرلپسې پوښتنه کوله چې ولې یاد طالب له نوموړې سره دا ډول چلند وکړ او نږدې و چې هغه ووژني. یاد قهرجن طالب په ځواب کې وویل چې تازه له کندهار نه راغلی او لومړی ځل دی چې یوه ښځه یې د جنګیالیو په منځ کې لیدلې او د نوموړې څېره او جامې (په داسې حال کې چې د ښځېنه خبریالې پر ځان اسلامي جامې وې) نوموړی تحریک او اړ شو چې دا ډول غبرګون له ځان نه وښيي. نوموړي وروسته له خپل چلند نه بښنه وغوښته.
د صفا صالح د روایت پر بنسټ، د بګرام په پوځي هوايي ډګر کې یوه بله پېښه رامنځته شوه. د طالبان یو قوماندان چې په ظاهره یو پیاوړی سړی، اوږده او ګڼ ږیره یې وه، د بګرام هوايي ډګر په دروازه کې موظف و. نوموړي په داسې حال کې چې یادې خبریالې ته یې په تند نظر کتل، له ژباړونکي نه یې وپوښتل چې ایا دا مېرمن، مسلمانه ده؟ صفا صالح وايي، یاد طالب جنګیالي په داسې حال کې دا پوښتنه وکړه چې نوموړې نه یوازې اسلامي حجاب درلود، بلکې د کابل د نجونو تور رنګه یونیفورم یې هم اغوستی و. دغه خبریاله له دغې بې ځایه پوښتنې ناراحته شوه او ژباړونکي ته یې وویل چې ساتونکي ته ووایي چې هو، زه له تا هم ډېره مسلمانه یم. د طالبانو یاد قوماندان په قهرجن چلند امر کوي چې ښځینه خبریاله له هغه ځایه لیري کړي. له هغې پېښې وروسته، صفا صالح د طالبانو له نورو غړو وپوښتل چې دغه کس ولې دا ډول پوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې نوموړې هماغه ډول حجاب پر ځان کړی و، چې د کابل نجونې یې اغوندي. طالبان د یادې پوښتنې په توجیې سره وویل: یاد جنګیالی تازه له کندهار نه راغلی او د کابل نجونې او ښځې یې په ټول ژوند نه دي لیدلي. مېرمن صالح د دغې کیسې له ویلو وروسته وايي چې دا پېښه د لویې تراژیدي ښکاروندی ده چې د ښارونو نجونې له ډلې یې د کابل نجونې باید له هغې سره عادت شي او هره ورځ د طالبانو له لوري دا ډول چلندونه وزغمي.
صفا صالح کابل او پنجشیر ته له سفر نه وروسته پرېکړه وکړه د طالبانو پلازمېنې کندهار ته ولاړه شي. لومړنۍ خاطر چې له دغه سفر نه په ذهن کې لري، د یوه کندهاري سړي پورې اړوند ده چې په الوتکه کې یې ځای د نوموړې ترڅنګ و. دا کس سره له دې چې طالب نه و، خو حاصر نه و په هغه څوکۍ کې کښېني چې «مخ لوڅې» ښځه یې ترڅنګ کښېني. نوموړي له ښځینه خبریالې وغوښتل خپله څوکۍ پرېږدي او بلې څوکۍ ته لاړه شي. صالح دغه غوښتنه نه مني او د الوتکې کوربانه له ډېرو هڅو وروسته په دې بریالي کېږي چې یاد سړي ستونزې لپاره حل لاره وموندي. د دغې کیسې په ویلو سره صفا صالح وايي چې کندهاري نارینه له ښځو سره د مخالفت په برخه کې له طالبانو سره هېڅ توپیر نه لري. د نوموړې د ادعا له مخې، کندهاري طالب سرتیري حتی د نورو سیمو د جنګیالیو په پرته، وروسته پاتي، قهرجن او تنګ نظره دي.
کله چې صفا صالح کندهار ته رسیږي، دا ډول له نورو پېښو سره مخ کېږي. په یوه مورد کې، ښځینه خبریاله موټر کې کښېني ترڅو ژباړونکی یې ورته اوبه راوړي، ځکه د کندهار هوا هغه مهال ډېره توده وه. په دې وخت کې یو کس د موټر ور پرانېزي او هڅه کوي نوموړې خبریاله له هغه نه بهر راوباسي وهل ټکول ورکړي او یایې زنداني کړي. وروسته معلومېږي چې د یاد نارینه غوسه د دې لپاره وه چې ولې دغه ښځې، چادري نه ده اغوستې او له محرم پرته تګ راتګ کوي. ژباړونکي په بېړه ځان موټر ته رارسوي او له یاد سړي نه پوښتنه کوي چې ولې یې دا ډول چلند وکړ. نوموړي سړي ژباړونکي ته وايي دا ډول ښځې، د افغانستان ښځې بې لارې کوي. خبریالې او ژباړونکې ددې لپاره چې د یاد سړي غوسه کمه کړي، اړ کېږي هغه مکتوبونه چې د طالبانو چارواکو ورته لیکلي و ترڅو څوک یې د فعالیت مخه ونه نیسي، یاد سړي ته ورښکاره کوي له هغې ډلې هغه لیک چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیکل و نوموړي ته ورښکاره کړ. له هغې وروسته یاد سړی هغوی ته اجازه ورکوي چې لاړ شي، خو بیا هم په دې باور و چې دغه عربي ښځه، اسلام او د افغانستان ښځې فاسدوي.
د «اخبار الان» تلویزیون خبریالې یو ځلي په کندهار کې د طالبانو له یوه چارواکي سره مرکه کوي. دغه مرکه له تلویزیون نه خپره شوه. د طالبانو دغه چارواکي د مرکې له خپرېدو وروسته د مرکې په درشل کې خپلې تېروتنې ته یې پام شو؛ ځکه د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو په اړه یې خبرې کړې وې. له همدې امله یې، نوموړې خبریاله د درېیو ساعتونو لپاره په خپل دفتر کې زنداني کړه او له هغې وروسته چې د عربي متحده اماراتو د بهرنیو وزارت چارواکو له طالبانو سره خبرې وکړې، د طالبانو یاد کندهاری چارواکی حاضر شو چې یاده ښځینه خبریاله خوشې کړي. دغې پېښې وښوده چې حتی د طالبانو لوړپوړي چارواکي هم نه پوهیږي چې له خبریالانو سره څه ډول چلند وکړي.
صفا صالح په خپله مرکه کې وویل چې خبریالان په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې له بېلابېلو کړاونو او ستونزو سره مخ دي. د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د طالبانو سخت چلند ورځ تربلې ډېریږي د هغو له ډلې یو هم دا کله چې ښځینه خبریالانې تلویزیون کې راڅرګندېږي، باید نقاب پر مخ کړي. د نوموړې په خبره، یو له هغو عمده ستونزو چې خبریالان د طالبانو په حاکمیت کې له هغو سره مخ کېږي، دادی چې د طالبانو چارواکي اجازه نه لري له خبریالانو سره مرکه وکړي. یوازې د ذبیح الله مجاهد د دفتر له لوري په طالبانو پورې اړوند د وزارتونو او ادارو په نوم یو شمېر اعلامیې خپریږي. صفا صالح له طالبانو سره له ستړې کېدونکې مذاکرې وروسته، بریالۍ کیږي چې له ذبیح الله مجاهد سره پينځه دېرش دقیقه یي مرکه ترسره کړي.
هغه څه چې صفا صالح د طالبانو د حاکمیت تر سیوري لاندې د خپلې خبریالۍ د فعالیتونو د پردې له شا تعریف کړل، یوازې د پېښو یوه څنډه په ګوته کوي. ډېر شمېر پېښې دي چې د رسنیو له سترګو پټې ساتل شوي دي او که دا پېښې وڅېړل شي، په افغانستان کې به د فاجعې ژوروالی ټولو ته څرګند شي. د افغانستان په تاریخ کې، په ځلونو د زړو فکرونو خاوندان او ارتجاعي ځواکونه، پر اوضاع حاکم شوي او د را روانو بهیرونو د شاتګ لامل شوي دي. سربېره پر دې، د طالبانو توپیر د نورو زړو فکرونو خاوندانو له سرتېرو سره دادی چې دغه ډله هېڅکله بدلون نه کوي، بلکې له هغه پورته، ورځ تربلې تاوتریخوالي او رادیکالیسم ته مخه کوي. دغه ډله د نورو وروسته پاتې ډلو په څېر، د ښځو له ازادیو وېره لري او تل په ښاري ښځو محدودیتونه لګوي. د طالبانو تر حاکمیت لاندې ښځې، په بد وضعیت کې ژوند کوي، سره له دې چې ددغه هېواد نارینه هم هره ورځ ناورین او تباهي په خپلو سترګو ویني او ددې خاورې د ښځو په پرتله په ښه وضعیت کې هم ندي.