طالبان: که په کوتل بکک کې بند پاتې مسافرو سره مرسته ونه شي، ژوند به له لاسه ورکړي

۸صبح، غور: په غور ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی وایی، که په کوتل بکک کې بند پاتې مسافرو سره عاجله مرسته و نه شی، دوی به ژوند له لاسه ورکړي.

د غور د والي وياند عبدالواحد حماس د (وري ۱۴)، په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په کوتل بيکک کې بند پاتې مسافر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه زياته کړه: «زموږ خلک د شپې له خوا د دغه ولايت له مرکز څخه په پنځوس کيلومترۍ کې په واورو کې بند پاتې دي او د سختې يخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، او دا مهال په بيکک کې بند پاتې خلک د خپل خوږه ژوند له لاسه ورکولو په حال کې دي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د واورې د اورښت او باران له امله د یکشنبې له شپې راهیسې (وري ۱۳) په بکک کوتل کې د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون تر سلو زیات مسافر بند پاتې دي.

کوتل بيکک د باميانو ولايت په مرکز کې موقعيت لري او هر کال د واورو او بارانونو له امله په دې سيمه کې د کابل- غور لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړل کېږي.

Back to top button