په نیمروز کې طالبان: له برېښنايي تذکرې پرته هیچا ته سیم کارت مه ورکوئ

۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، په هغو کسانو چې برېښنایي پېژندپاڼې نه لری د سیم کارتونو له پلورلو ډډه وکړئ.

سرچينو د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ٢٦مه)، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د «اترا» ادارې د دغه ولايت مخابراتي شرکتونو ته په يوه مکتوب کې دغه غوښتنه مطرح کړې ده.

د دې مکتوب له مخې، لدې وروسته د نیمروز اوسیدونکي نشي کولای په کاغذي تذکره سیم کارت واخلي.

طالبانو په داسې حال کې په نیمروز کې په کاغذي تذکرو د سیم کارتونو پر اخیستلو بندیز ولګاوه چې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکو تر اوسه برېښنايي تذکرې نه دي اخیستي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په کابل کې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د موبايلونو پلورونکو ته امر کړی و، چې د موبايلونو د پېر او پلور پر مهال د طالبانو له خوا په جوړ شوي ځانګړي جدول کې د پېرودونکي جزئيات درج کړي.

Back to top button