طالبان د سیګار د راپور په غبرګون کې: په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نلري

۸صبح، کابل: طالبانو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (SIGAR) هغه راپور ته غبرګون ښودلی، چې وایي له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د وسله والو ډلو فعالیتونه زیات شوې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن یکشبه (د غبرګولي په ٢٨مه)، یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په هېواد کې وضعيت تر کنټرول لاندې دى او په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله فعاله نه ده.

هغه زیاته کړی:«موږ دا ډول تبلیغات په کلکه ردوو، هېڅ ډلې او لوري ته به اجازه ورنه کړو، چې افغانستان بې ثباته کړي او یا د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.»

د سیګار په راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره ستر خطر دی.

د مجاهد په وينا، امريکا د دا ډول راپورونو په خپرولو سره هڅه کوي چې د خلکو ذهن مغشوش کړي او د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې راوپاروي.

د طالبانو ویاند ادعا کوي چې په هېواد کې اوسنی امنیت او ثبات په تېرو څلوېښتو کلونو کې بې سارې دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټې په یوه راپور کې لیکلي وو چې طالبان د القاعده او پاکستاني طالبانو په ګډون له څو ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري.

ورته لیکنې

Back to top button