کله چې په دوحه کې مذاکرات روان وو، له طالبانو سره د ملګرتیا سیمهییز کمپاین پیل شوی و. د طالبانو ملاتړو هېوادونو د امریکا او د هغې د متحدانو د ځواکونو د حضور پرمهال تصور کاوه، چې سیال یې په ګونډو کړی دی او له امریکا د وروسته افغانستان دوره پیل شوې ده. د امریکایي او ایتلافي ځواکونو د وتلو د وخت په رانږدې کېدو سره، د طالبانو د پلاوو پرمخ د روسیې او ایران غېږه ترټولو پرانېستې برېښېده او ډيره هڅه یې کوله چې د دې ډلې څېره سیاسي او غیر تروريستي وښيي. په دې کار کې د امریکا او د سیمې د هېوادونو ترمنځ عجیبه همغږي لیدل کېده. هغوی په افغانستان کې د طالبانو د راستنېدو په ګټه د ذهنونو په مدیریت کې هم د پام وړ رول ولوباوه. په مسکو او تهران کې یې د طالبانو مخالفان له طالبانو سره تر یوه چت لاندې راټول کړل او د افغانستان په سیاسي غونډو کې یې د طالبانو په ګټه لابي وکړه. په هغو ورځو کې چې طالبان واک ته راستانه شول، د امریکا او د هغې د افغان او نړیوالو متحدانو د ځواکونو د وتلو له سپکاوي ډکې صحنې خپرې شوې او د سیمې له هېوادونو د شور، ځوږ او خوښۍ غږونه پورته شول. خو دا خوښي پايښت لرونکې نه وه، اوس د یو کال او څو میاشتو له تېرېدو وروسته، د افغانستان له وضعیته د سیمې ناخوښي خورا زیاته شوې ده او هغوی چې جشنونه یې جوړ کړي وو، د افغانستان د سیاست په ډګر کې د «ماتې خوړلې» امریکا پر پیاوړي حضور اندېښنه څرګندوي.
روسیې چې پروسږکال یې «د مسکو مشورتي فرمټ» غونډه د طالبانو په حضور سره جوړه کړې وه، سږکال یې اعلان کړی دی چې دا غونډه د طالبانو له حضور پرته جوړوي. پر دې یې هم بسنه نه ده کړې، د سیمهییزې غونډې د جوړېدو په درشل کې چې ټاکل شوې ده، د سیمې او د افغانستان ګاونډي هېوادونه زموږ د هېواد وضعیت وارزوي، له مسکو څخه د طالبانو ضد ښکاره پيغامونه اورېدل کیږي. د روسیې د ملي امنیت منشي نیکولای پټروشیف ویلي دي، چې طالبان، القاعده او داعش امریکا په سیمه کې د خپلو موخو د ترسره کولو لپاره جوړ کړي دي. د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، روسیې هڅه کوله چې د طالبانو نوم د القاعدې او داعش د نومونو ترڅنګ وانهخلي او د هغو ادبیاتو تر اغېز لاندې چې امریکا او متحدانو یې د دوحې د مذاکراتو په لړ کې په رسنیو کې دود کړل دا ډله وهڅوي، چې په افغانستان کې د «ترهګرو» د حضور مخه ونیسي.
مسکو تر دې ځایه تر رسېدو پورې، چې د طالبانو پروړاندې یې ښکاره دریځ خپل کړي اوږد مزل کړی دی. په هغو کلونو کې چې د طالبانو جګړې زور اخیستی و، له دې ډلې د روسانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ په ځلونو په رسنیو کې مطرح شو. د طالبانو د راستنېدو په لومړیو کې په مسکو کې له طالبانو سره د همکارۍ لپاره ډېره لېوالتیا لیدل کېده. خو د طالبانو د ملاتړ او کنټرول لپاره، نه مسکو، نه چین او نه هم ایران لازم ابزار په لاس کې لرل. امریکا د افغانستان د ارزي شتمنیو په کنګل کولو، د دوامدره مرستو لکه د څلویښت میلیون ډالري بستې په لېږلو، د افغانستان د فضا په کنټرول او د بې پیلوټه الوتکو په ګزمو او د دوحې د هوکړهلیک کارټ په لوبولو سره توانېدلې ده، چې پر افغانستان خپل انحصار وساتي. پر نړیوالو بنسټونو د امریکا کنټرول او د طالبانو پر مخالفانو د امریکا شته نفوذ هم د افغانستان په سیاست کې د هغې پر سیالانو کړۍ تنګه ګړې ده. په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو پاتې وسلې، مهمات او ماشین الات هم د طالبانو د غاړې طوق شوي دي، داسې چې که یې لېرې وغورځوي، بې وسلې کیږي، او که یې وساتي، د امریکا او د هغې د متحدانو، مشورې، تماس او تمویل ته اړ کیږي.
طالبان که پخوا هر هېواد جوړ کړي او پياوړي کړي وي، نن د امریکا په لومه کې کېوتي دي. د دې ډلې هر ډول امریکایي ضد خوځښت درنې پایلې لري او د مشرانو د سر، څوکۍ او شتمنیو په بیه يې پرېوځي. د سراجالدین حقاني په څېر کسان د امریکا د ترحم له ډاډ پرته، په کابل کې ښکاره ژوند نه شي کولای.
طالبانو د روسیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له ملاتړ او پیسو ګټه پورته کړې ده او اوس هم له بهرني ملاتړ او اړیکو پرته دوام نه شي موندلای. هر هېواد چې ډېرې پیسې ورکړي، ډير فشار واچولای شي او د افغانستان د سیاست د پاڼې د اړولو لپاره یې ملموس ابزار یا وسیلې په واک کې وي، طالبان به په خپلو منګولو کې ولري او که اړتیا شوه، نو دا ډله به د خپلو سیالانو پر وړاندې وجنګوي. له امریکا پرته بل کوم هېواد په داسې مقام کې دی؟ د روسیې وېره پرځای ده.