طالبان: په تېرو ۱۶ ورځو کې طبیعي پېښو ۲۱ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي

۸ صبح، کابل: د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې، د طبیعي پېښو په پایله کې ۲۱ تنه مړه او ۱۰۲ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویاند (شفیع الله رحیمي) نن چهارشنبه (وري ۱۶) رسنیو ته په یوه ویډیويي کلیپ کې وویل چې دغه شمېر کسان د زلزلې، سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو له امله په ۳۰ ولایتونو مړه او ټپیان شوي دي.
د رحيمي د معلوماتو له مخې، د طبيعي پېښو له امله تر ٢٦٠٠ زيات د استوګنې کورونه بشپړه او یا څهناڅه ويجاړ شوي دي.
د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند هم ویلي، چې په دې بریدونو کې د څه باندې ۸۰۰ څارویو د وژل کېدو ترڅنګ ۲۷ زره جریبه کرنیزه زمکه هم له منځه تللې ده.
شفیع الله رحیمي همداراز وویل چې د روان لېږدیز لمریز کال له پیله تر اوسه نړیوالو مرستندویه ادارو، د طالبانو له طبیعي پېښو سره مبارزې لپاره د دولت له وزارت سره په همکارۍ کې څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته بشري مرستې وېشلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نن ورځې سختو ورښتونو د کابل د شمالي ولایتونو بڼوال هم سخت زیانمن کړي دي.