طالب استخباراتو، د قلم‌لار ټولنې مشر نیولی دی

د ورکړل شویو خبرونو له مخې، د قلم‌لار ټولنې مشر (مطیع‌الله ویسا) تېر مازدیګر، کله چې له جوماته راووت، طالب‌استخباراتو ونیو او نامعلوم لوري ته یې ویوړ.

د ویسا ورور (ولي‌محمد اخلاقي) خبري رسنیو ته تایید کړې، چې ورور یې (مطیع‌الله ویسا) د کابل ښار، خوشحال‌خان مینې د جومات له مخې، طالب استخباراتو، ځان سره بیولی.

مطیع‌الله ویسا، له کلونو راهیسې، د افغانستان ناامنه سیمو کې د زده‌کړو، په تېره بیا د نجونو د زده‌کړو دودولو لپاره، مدني مبارزه او هلې ځلې کولې.

د ښاغلي ویسا نیول کېدل، د مدني حقونو د ګڼو پلویانو له غبرګون سره مخ شوی او د هغه د ژرترژره خوشې کولو غوښتنه یې کړې.

د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر (منظوراحمد پښتین) تېره شپه ناوخته پرخپله فیسبوک‌پاڼه ولیکل:

«موږ غوښتنه کو، چې مطیع‌الله ویسا، او نورائیل کلیوال دې ژر تر ژره خوشې شي او دا ډول ځورول دې بند شي!»

پښتین زیاته کړې: «یوه اونۍ وړاندې د بشري حقونو فعال نورائیل کلیوال په هلمند کې طالبانو بندی کړی دی، چې تر اوسه یې پته نه لګېږي!»

مطیع الله ویسا، په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د (قلم لار) ټولنه جوړه کړه او له دې لارې په لرو پرتو سیمو کې د ښوونځيو پرانستلو او زده کړو ته د ماشومانو لاسرسي لپاره هلې ځلې کولې.

له ټولو ستونزو سره سره، ویسا او قلم‌لار ټولنې یې تر ۲۰۲۱ کال پورې په ۱۴ ولایتونو کې ۱۰۰ ښوونځي پرانستل.

یوه بل مدني فعال اسماعیل آشنا لیکي: «په افغانستان حاکمې ډلې د ویسا په څېر یو بې‌آزاره او خدایي خدمتگار انسان په دې جرم نیولی، چې ولې د علم او پوهې خپرولو لپاره غږ اوچتوي، ولې خلک علم ته رابولي؟»

طالبانو تر دې دمه، د ددغو دواړو نیونو په اړه خپل رسمي غبرګون نه دی رسنیز کړی.

Back to top button