۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې ځايي سرچینې د طالبانو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.
سرچینې چهارشنبه د ليندۍ په ۱۶ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د دواړو هېوادونو پر سرحدي کرښه د طالبانو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ په نښته کې یو ایراني پوله ساتونکی وژل شوی دی.
په همدې حال کې ایراني رسنیو دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې، د سیستان او بلوچستان ولایت په شمالي پولو کې له « وسلهوالو اشرارو» سره په نښته کې یو ایرانی پوله ساتونکی وژل شوی دی.
ایراني رسنیو هم ویلي، چې دغه سرتېری له افغانستان سره د ایران پر پوله په صفري کرښه کې د خپلې دندې د ترسره کولو پر مهال وژل شوی دی.
ایراني رسنیو د دغه هېواد وژل شوی پوله ساتونکی معین قادري بللی دی.
بلخوا، د نیمروز ولایت یوې سرچینې د ساسولي کلي د اوسېدونکو له قوله ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه ایرانی پوله ساتونکی له طالبانو سره د جګړې په پایله کې وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران پوله ساتو ځواکونو د سیستان او بلوچستان د سراوان او خاش ښارونو ترمنځ د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې وکړې، چې په پایله کې یې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.