۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې ددې ډلې رییس الوزرا په زابل ولایت کې د طالبانو د مشر او بنسټ اېښودونکي ملاعمر ته منسوب قبر پر سر دعا وکړه.
مجاهد یکشنبې د لړم په ۱۵مه د یوه ټویټ په خپرولو سره دا موضوع بیان کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن آخوند، ددې ډلې د کابینې له غړو سره د زابل ولایت د سوري ولسوالۍ په عمرزوی سیمه کې ملامحمد عمر ته منسوب قبر ته تللی دی.
د ویلو ده چې د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون رییس احمد الله وثیق نن له یوې هدیرې د تصویر په خپرولو سره ادعا کړې چې دا د طالبانو د مشر قبر دی.
خو د دغې مقبرې موقعیت نه دی مشخص شوی او همداراز روښانه نه ده چې دا قبر د چا دی.