طالبان: محمود کرزی د حقوقي ستونزو له امله ممنوع‌الخروج شوی دی

۸صبح، کابل: د طالبانو مرستیال ویاند وایي، چې د حامد کرزي ورور او د مخکیني حکومت د ښار جوړولو وزیر محمود کرزی د حقوقي ستونزو له امله ممنوع‌الخروج شوی دی.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي دغه موضوع یکشنبه د لړم پر ۱۵ بیان کړې ده.

هغه د محمود کرزي د نیول کېدو ادعا رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې د ښار جوړولو پخوانی وزیر کله چې غوښتل یې شنبه مازدیګر عربي متحده اماراتو ته ولاړ شي د کابل په هوایي ډګر کې د طالبانو له خوا نیول او یوه نامعلومه ځای ته لېږدول شوی دی.

د ویلو ده، چې محمود کرزی په دې وروستیو کې کابل ته ستون شوی و.

محمود کرزي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button