طالبانو پکتیکا کې یو پخوانی پوځي په ډزو وواژه

۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې، یو پخوانی پوځي په صحرایي محاکمه کې، په ډزو سره وژلی دی.

ځايي سرچينې، د کب پر۱۱مه، وایي چې (بدرالدين حيدري) چې په (بدو) مشهور و، دوه ورځې وړاندې، په خوست ولايت کې، د طالبانو له خوا نيول شوى و.

بدو، د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللی و؛ خو کله چې بېرته افغانستان ته راغی، د طالبانو له خوا ونيول شو او پکتيکا ته ولېږدول شو. نوموړى، په تېر حکومت کې، د پکتيکا د بک‌خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان و.

پکتيکا کې وسله والو طالبانو تر اوسه ددغه پخواني سرتېري د نيولو او وژلو د لامل په اړه، څه نه‌دي ويلي.

ددې ډلې د عمومي بښنې له اعلان سره سره، په دې وروستیو کې، د طالب جنګیالیو له خوا د پخوانیو پوځیانو د وژلو پېښې زیاتې شوې دي. څو ورځې وړاندې په کندهار کې هم طالبانو یو پخوانی پوځي نیول شوی و، چې څو ورځې وروسته یې مړی د کور مخې ته وموندل شو.

ورته لیکنې

Back to top button