طالبان: په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله تر ۵۰ زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي

۸ صبح، کابل: په افغانستان کې له زورورې زلزلې وروسته، طالبانو اعلان کړی، چې په دغه طبیعي پېښه کې تر (۵۰) ډېر کسان وژل شوي او یا ټپیان دي.
د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره چمتووالي وزارت ویاند (شفیع الله رحیمي) نن چهارشنبه (وږي ۲) رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې دغه کسان په کابل، بدخشان، پکتیکا او لغمان، تخار، خوست، بغلان او سمنګان ولایتونو کې، وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
د رحيمي په وينا، تر دې زلزلې وروسته تر ٦٣ زيات د استوګنې کورونه هم ويجاړ شوي دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند ټینګار کړی، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او ښايي د تلفاتو او ورانیو شمېر او اندازه زیاته شي.
رحیمي همده همداراز وویل، بشري مرستې باید سیاسي نه شي او له نړیوالو بنسټونو او موسسو یې وغوښتل چې د تېرې شپې له زلزله ځپلو سره، مرستې وکړي.
د راپورونو له مخې، تېره شپه د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزله چې مرکز یې د بدخشان یمګان ولسوالۍ ښودل شوی، پر افغانستان سربېره، په پاکستان، هند او تاجکستان کې هم احساس شوې ده.