طالبان: زموږ له حضور پرته د مسکو ناسته نیمګړې ده

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په هغه ناسته کې چې ټاکل شوې په مسکو کې د طالبانو له حضور پرته جوړه شي، د افغانستان په هکله بحثونه نیمګړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، شنبې د لړم په څوارلسمه د یوه ټویټ په خپرولو سره دا موضوع بیان کړې ده.
هغه څرګنده کړې چې طالبان توانېدلي له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې رغنده تعامل ولري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې په دغه راز ناستو کې د طالبانو نه ګډون، پر دې تعامل منفي اغېز کولای شي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په وینا، د افغانستان په هکله د مسکو مشورتي ناسته د طالبانو له حضور پرته جوړېږي.
کابلوف ویلي: «د طالبانو پلاوی به ناسته کې ګډون ونه لري؛ دا یوازې د مسکو د فارمټ د غړو لپاره ده.»
له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د طالبانو، داعش او القاعدې ډلې د جوړولو په اړه د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي نیکولای پتروشیف د څرګندونو په غبرګون کې، دا څرګندونې رد کړې دي.
بلخي لیکلي: «د شوروي اتحاد له ماتې وروسته د طالبانو اسلامي تحریک داسې غورځنګ و چې د خپل هېواد د ژغورنې لپاره د خلکو له منځه راپورته شو او په هېواد کې یې د اسلامي نظام لپاره مبارزه وکړه او له اوږدې مبارزې وروسته یې د نویمو کلونو له ملوک الطوایفۍ او وروسته د بهرني اشغال پر وړاندې مبارزه وکړه او بري ته رسېدلی دی.»
د ویلو ده چې ښاغلی پتروشیف ادعا کړې وه چې امریکا خپلو جیوپولیتیکو موخو ته د رسېدو لپاره، طالبان، داعش او القاعدې ډلې جوړه کړې ده.
نوموړي جوته کړې وه چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره، په دې هېواد کې اقتصادي ناروین راغلی چې ګاونډیو ته د کډوالو د ورتلو لامل شوی دی.