۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له استازي ادلګریف روسلان سعید حسینویچ سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې شنبې په شپه د (تلې میاشتې په ۴مه) د اېکس ټولنیزې پاڼې له لارې ادعا کړې، چې د دوی ډلې او روسیې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د هغه په وينا، د طالبانو د بهرنيو چارو وزير «د نشه يي توکو د کرکيلې مخنيوى او پر وړاندې مبارزه، په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه، د ملي امنيت ټینګښت، د داعش له منځه وړل او د سرحدونو ساتنه» يادونه کړې او دا يې د دې ډلې لاسته راوړنې وبللې.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (تلې په ۳مه) خبر ورکړی و چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته تللی دی.
دا غونډه به د روان کال د سپټمبر په ۲۹مه جوړه شي.