طالبان: په پنځو ولایتونو کې طبیعي پېښو ۷ تنه وژلي او تر ۱۰ ډېر یې ټپیان کړي

۸صبح، کابل: د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت اعلان وکړ، چې د هېواد په ۵ ولایتونو کې د طبیعي پېښو په پایله کې، لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او تر ۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویاند (شفیع الله رحیمي) نن یکشنبه (د غوایي ۱۰ مه)،  د ويډيو کلیپ په خپرولو سره وويل، چې دغه شمېر کسان د غوايي مياشتې له لومړۍ تر لسمې نېټې پورې، د بېلابېلو طبيعي پېښو په پايله کې، وژل شوي یا ټپيان شوي دي.

رحيمي که څه هم د طبيعي پېښو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل، خو ټينګار يې وکړ، چې دا پېښې په ميدان وردګو، پکتيکا، غزني، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې شوې دي.

د رحيمي په وينا، په ډېرو ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله، څاروي هم له منځه تللي دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد د ډېرو ولایتونو، په ځانګړي ډول د مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو کروندګرو، د سېلابونو له امله د خپلو کرنیزو زمکو د ویجاړېدو خبر ورکړی و.

Back to top button