د طالبانو له لوري فشار او د رواني روغتیا ناورین؛ په افغانستان کې ښځې د ځانوژنې په اړه فکر کوي

امین کاوه

ښځې او نجونې وايي، چې د طالبانو تر واکمنې لاندې په داسې ژور او نه محسوسېدونکي ناورین کې ډوبې شوې دي چې د دوی په وینا، نه لیدل شوی او نه اورېدل شوی، خو غمیزه یې رامنځته کړې ده. طالبانو د پراخو بندیزونو په لګولو سره، د ښځو د رواني روغتیا ناورین او درانه غمونه نور هم زیات کړي دي، داسې چې ښځې «ځانوژنه» د ځان لپاره یو انتخاب ګڼي. ښځې او نجونې وايي، چې د بې برخلیکۍ دوام، د محرومیت دوام او ناڅرګند سیاسي راتلونکي ژوند ورته ستونزمن کړی دی. ډیری ښځې پردې باور دي، چې له تدریجي مرګ او دایمي کړاو سره مخ دي او ځانوژنې ته ترجیح ورکوي. ښځې او نجونې ټینګار کوي، چې شپې او ورځې یې په وېروونکو خوبونو بدلې شوي او د درملو په مرسته وېدېږي او د خپلو هیلو پر وړاندې د شرم احساس کوي. د ښځو د غمونو او دردونو کیسې دومره ډېرې دي، چې د دوی په وینا، که یې د زړه دروازه خلاصه شي، نو اسمان به یې پر حال وژاړي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پراخو بندیزونو دوام د دې لامل شوي چې ګڼې ځوانې نجونې د ځانوژنې په اړه فکر وکړي. د نجونو په وینا، بې برخلیک حالت او ناڅرګند راتلونکي ورته وضعیت ستونزمن کړی دی. دوی ټینګار کوي چې «غوره» انتخاب ځانوژنه ده. د ښځو او نجونو په وینا، د دوی لپاره د اوسني وضعیت دوام د تدریجي مرګ او د ارزښتونو د سقوط په مانا دی.

هغه ښځې او نجونې چې له زده کړو او کاره محرومې پاتې دي، ټینګار کوي، چې د طالبانو واکمنۍ « د مرګ تر بریده» ستومانه کړې دي او دا لا څرګنده نه ده چې د دې ډلې واکمني به تر کومه وخته د دوی برخلیک یرغمل کړي. ښځې او نجونې د راتلونکي په اړه د سختې اندیښنې په څرګندولو سره پوښتې: «آخربه څه کیږي؟» څومره کلونه نور باید [طالبان] وزغمو؟ کاشکې چې لږ تر لږه پاسپورت راکړي چې ولاړ شو او ورک شو، نور تر پوزې رسېدلې یو.»

مېرمن موفق (مستعارنوم) د هرات اوسېدونکې ده. هغه وايي چې د بې کارۍ، بې وزلۍ او د طالبانو د سختو بنديزونو له دوامه سخته ستومانه شوې، چې اوس د ځانوژنې په اړه فکر کوي. مېرمن موفق وايي: «ځان وژنه تر دې غوره ده چې هره ورځ درد او کړاو ګالو، په یو ځل به بې غمه شو، څومره زده کړې مو وکړې، څومره زیار مو وګاله، بې خوبي مو تېره کړه، لوږه مو تېره کړه او بالاخره د طالبانو په واکمنۍ کې له ژونده بې برخې یو.»

دغه ځوانه نجلۍ چې پخوا یې د هټۍوالۍ له لارې د خپل ژوندانه اړتیاوې پوره کولې اوس د طالبانو د بنديزونو او له کاره  د بې برخې کېدو پر کړاوونو سربېره، د خپلې کورنۍ له پیغورونو ډکې خبرې هم تېروي. هغه وايي: «د کورنۍ غړي تل راته وايي، چې زده کړې دې وکړې، لګښت دې وکړ، څه درنه جوړ شول؟ د کورنۍ خبرې له یوې خوا او بهرنی وضعیت له بلې خوا. یوه ښځه نو څومره حوصله کولای شي. موفق ټینګار کوي: «ما تر ټولو غوره لاره ځانوژنه انتخاب کړې ده، ځکه چې زما لپاره ژوند کول خورا ستونزمن شوي دي. یوه هټۍ مې لرله، طالب راغی او ماته یې هر څه چې په خوله ورتلل وویل. په پای کې يې وويل، چې ښځې بايد هټۍ ونه لري، ځکه چې فساد کوي.»

نوشین آذري یوه بله ښځه ده چې د طالبانو د بندیزونو د پلي کیدو ترخې تجربې او نه ختمیدونکې خپګان پر رواني ستونزو اخته کړې ده. اذري وايي: « له خورا بد روحي او رواني وضعیته ځورېږم. د شپې وېروونکي خوبونه وینم او د ورځې مې حال خراب وي. زه د شپې د خوب ګولۍ خورم. سټرس او تشویش مې پیدا کړی». هغه ټینګار کوي، چې ډیری شپې ورځنی تریخ وضعیت په ترټولو ویروونکي ډول په خوب ویني او ځورېږي.»

له بلې خوا په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دستګاه د ښځو پر وړاندې د ځپونکې او د بندیزونو د امرونو د ورکوونکې ادارې په توګه عمل کړی دی، تر دې چې نجونې او ښځې یې په خپلو ورځنیو خبرو کې «د امربالکفن » په نوم یادوي. مېرمن آذري چې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د پوښتنو او ګروېږنو سخته تجربه هم لري، وايي: «له بده مرغه نن امر بالمعروف زه هم ودرولم  او راته ویې ویل، چې ولې دې حجاب نه دی کړی؟ زړه مې لا هم دربېږی، له دې حالت ډېره ځورېږم.»

محرومیت او نهیلي په افغانستان کې د ښځو ګډ برخلیک دی. د بلخ ولايت يو شمېر ښځې وايي، چې د راتلونکي په تړاو يې انګيزه او هيله له لاسه ورکړې ده. دغو ښځو تمه لرله، چې طالبان به د خپلې واکمنۍ په دویمه کالیزه کې د ښځو پر مخ د پوهنتونونو او بنسټونو دروازې پرانیزي، خو د هغوی دا هیله هم په نهیلۍ بدله شوه.

د مزارشريف اوسېدونکې آیدا وايي، چې په خپګان اخته ده. هغه زیاتوي چې هغې ګوښي کېناستل غوره کړي او له خپلو ملګرو سره خبرې نه کوي. ځکه چې د ارامۍ احساس نه کوي او نه غواړي چې څوک وګوري. د آيدا په وينا، د فقر او وزګارتيا دوام په دغه ولايت کې ډېرې ځوانې نجونې اړې کړي چې اجباري او له خپلې خوښې پرته ودونو ته غاړه کېږدي.

طالبانو پر هېواد په واکمنېدو سره، په افغانستان کې د ښځو د حقونو او بشري حقونو د خوندېتوب له ژمنو  سره سره، ښځې په ټولیز ډول له عمومي فضا اېستلې او له هغوی یې د زده کړو او  تحصیل حق اخیستی دی. یو شمېر محصلانې چې خپلې تحصیلې دورې یې نیمایي ته رسولې وې، اوس ځانونه په کور کې بنديانې ګڼي او په وینا یې زړونه یې له نه بیانېدونکو غمونو ډک دي.

له تحصیله پاتې نجونې وايي، چې کورنیو یې د طالبانو د وېرې له امله په کورونو کې بندیانې کړي او د کار او زده کړې له هر ډول فضا بې برخې دي. دغه محصلانې وايي چې له افسوس کولو او زغم پرته بله چاره نه لري. هغوی ټینګار کوي، چې دوی د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره فضا او زمینه نه لري او له همدې امله د خپلو هیلو پر وړاندې د شرم احساس کوي او بالاخره به یې غم او کړاو ژوند ترې واخلي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، رواني ستونزې چې د ځان وژنې د پېښو د زیاتوالي لامل شوي، د بشري حقونو د بنسټونو د پاموړ نه دي ګرځېدلي. د هغوی په وینا، د لوږې ناورین د دې لامل شوی چې د ښځو پر تدریجي مرګ سترګې پټې شي. د دغو فعالانو په وینا، ښځې په ذهني توګه مسمومې شوي او د ټولنې د نیمايي برخې ژوبلېدل به د افغانستان لپاره ترخې او ټکان ورکوونکې پایلې ولري.

د ښځو د حقونو یوه فعاله مرضیه احمدي وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د ځان وژنې د فکر او دې ښکارندې په اړه خبرې په ټولنه کې د یوې ژورې او پټې غمیزې ښکارندویي کوي، چې ناوړه پایلې به یې ډېر ژر راڅرګندې شي. د هغې په ​​وينا، بايد د ښځو د «خاموش مرګ» په اړه خبرې وشي او د ښځو مسألې ته يوازې د نړۍوالو بنسټونو د سياسي معاملو له نظره ونه کتل شي، بلکې د ښځو لپاره بايد لا ډېر جدي کار وشي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په داسې حال کې ښځې په کور کېنولي او د «اسلامي نظام» د پلې کولو په پلمه یې د هغوی اساسي حقونه ترې اخیستي دي چې د دې ډلې د جنسي او له واده پرته اړیکو قضیې ورځ په ورځ رابرسېږه کیږي او ډېرېږي. په دې وروستيو کې د فارياب د کوهستاناتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال ساتونکی هغه مهال د خلکو له خوا ونيول شو او طالبانو ته وسپارل شو، چې پر يوې ١٣ کلنې نجلۍ يې د جنسي تېري هڅه کوله.

بلخوا د بلخ ولايت سرچينې وايي، چې څه موده وړاندې د طالبانو ډلې د پاخه عمر یوه کس چې د دې ډلې لپاره یې عشر او ذکات ټولولو یوه نجلۍ په اجباري ډول ځان ته نکاح کړې ده او هغه یې یوه لېرې پراته کلي ته بیولې ده. سرچينه زياتوي، چې دغه سړى د نجلۍ د پلار په عمر دی او يوه بله ښځه هم لري. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نجلۍ پر رواني ستونزو اخته شوې ده.

دغه راز شمېرې ښيي، چې له دوو کلونو په کمه موده کې د طالبانو تر ۴۰ زیات غړي د جنسي تیري او له واده پرته اړیکو په تور نیول شوي دي. د دغو پېښو په قربانیانو کې ښځې، نجونې او ماشومان شامل دي. پر دې سربېره، طالب جنګیالیو ښځې او نجونې تر جنسي تېري وروسته او یاهم د جنسي تېري پر مهال وژلي دي. زرمینه په غور کې یوه ځوانه نجلۍ وه، چې تېر کال د یوه طالب جنګیالي له خوا هغه مهال په ډزو ووژل شوه، چې بریالی نه شو پرې جنسي تېری وکړي.

په افغانستان کې ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوې دي. خو هغه کسان چې په افغانستان کې بند پاتې دي په بد رواني او روحي حالت کې دي. د یو شمېر دولتي روغتونونو سرچینې تاییدوي، چې طالبانو ورته په شفاهي ډول امر کړی چې د ځان وژنې قضیې دې نه ثبتوي.

بلخوا، د بشري حقونو یو شمېر نړۍوالو بنسټونو ویلي، چې د ښځو په اړه د طالبانو تګلاره د بشریت ضد جنایت ښکاره بېلګه ده او باید د جرمونو د نړۍوالې محکمې له خوا وڅېړل شي. په وروستي مورد کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک ویلي دي: «د افغان ښځو او نجونو د ټکان ورکوونکې ځپنې کچه خورا ظالمانه ده. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له منځنیو زده کړو او لوړو زده کړو منعه شوې دي.»

د يادونې وړ ده، چې ښځو او نجونو په پرلپسې ډول د هغه څه پروړاندې چې په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې پرې تېرېږي، اعتراض کړی دی. خو طالبانو د اعتراض کوونکو ځپلو، شکنجه کولو او نیولو ته دوام ورکړی دی. تیره اونۍ د جرمني په کولن ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې تمنا زریاب پریاني له خپلو څو ملګرو سره د طالبانو د «جنسیتي اپارټایډ» د غندلو لپاره ۱۲ورځې د خوړو اعتصاب وکړ. اوس مهال یوه افغانه همجنسپاله مهره فابي چې په سویډن کې ژوند کوي، خپل اعتصاب ته دوام ورکوي او له سویډن او ملګرو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې د« LGBT» او ښځو پر وړاندې د طالبانو جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپيژني.

ورته لیکنې

Back to top button