۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د ترسره کېدو او په افغانستان کې د طالبانو له لورې د ښځو د زده کړو او کار بندیزونو په اړه د دې غونډې د غړو د نیوکو او اندېښنو په غبرګون کې وايي «د ښځو زده کړې او کار دوه کوچني داخلي مسایل» دي.
مجاهد د چهارشنبې ورځ (د تلې میاشتې په ۵مه) پر اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په نورو مسایلو لکه «عمومي بخښنه، په افغانستان کې امنیت، سوله، ثبات او اقتصادي پراختیا او نورو مسایلو» ته پام نه کوي.
د هغه په وينا، په دې ناسته کې بايد د بنديزونو د لېرې کولو او د افغانستان د کنګل شويو پيسو د خلاصون په اړه ټينګار شوى واى.
مجاهد ادعا کړې: «د دې مسئلې په اړه څه نه دي ویل شوي او لا هم د فشار او جبر پر پالیسي تمرکز شوی، دا ښيي چې متعصبې کړۍ لا هم له موږ سره په جګړه کې دي او ملګري ملتونه هم یرغمل دي او زموږ پر ضد کارول کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تلې په ۴مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ځینو هېوادونو استازو د ترهګرو ډلو د حضور، د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې او په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
له دې ډلې په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازي فریت خوجه د طالبانو له لورې د پخواني افغان حکومت د کارکوونکو او پوځیانو د وژلو، شکنجه کولو، بند او ناوړه چلند په دوام اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا ډله د خپلې عمومي بخښنې ژمنې پوره کولو ته لېواله نه ده.