د طالبانو واکمني او د اقتصادي ستونزو زیاتوالی؛ کتاب سره د خلکو مینه کمه شوې

کاپیسا کې ځینې کتاب پلورونکي وایي، چې هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له کتاب لوستلو سره د خلکو مینه کمه شوې ده. د هغوی په وینا، له څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې ځینې کتاب پلورنځي تړل شوي دي. په همدې حال کې، د کاپیسا یو شمېر ځوانان، له کتاب پېرلو او مطالعې سره د خلکو د لېوالتیا د کمېدو اصلي لامل اقتصادي ستونزې بولي.

کاپیسا کې کتاب پلورونکی حیات الله حیات چې له څو کلونو راهیسې د کوهستان لومړۍ حصې په بازار کې کتاب پلورنځی لري، د کتاب بازار له کموالي اندېښنه لري. د هغه په وینا، له څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې کتاب لوستلو او پېرلو ته لېوالتیا کمه شوې ده. هغه زیاته کړه، سره له دې چې په تېرو کلونو کې هره میاشت سلګونه کتابونه پلورل کېدل؛ خو اوس دغه شمېر لسګونو ته رارسېدلی. حیات جوته کړه: «په هغو بدلونونو سره چې په هېواد کې راغلل، د مطالعې او کتاب ویلو کچه ډېره کمه شوې ده. له همدې امله، زموږ پر کاروبار یې هم منفي اغېزه کړې ده. ان په کاپیسا کې څو کتاب پلورنځي وتړل شول.»

په همدې حال کې، په کاپیسا کې یو شمېر ځوانانو له کتاب پېرلو او مطالعې سره د ځوانانو د علاقې د کموالي لامل اقتصادي ستونزې، انټرنټ ته د یو شمېر ځوانانو لاسرسی او ډېره بوختیا بولي. محب الله علمدار په کاپيسا کې یو فرهنګي ځوان دی. علمدار چې د دري ادبیاتو پوهنځي د درېیم کال محصل دی، کاپیسا کې د معیاري کتابتون نشتوالی له مطالعې سره د ځوانانو د لېوالتیا کمېدو یو بل لامل ګڼي.

هغه وایي، چې تر هر چا ډېر د شعر او کیسو کتابونو په برخه کې فعالیت لري؛ خو د اړتیا وړ کتابونه یې نه په دولتي او نه په شخصي کتابتونونو کې موندل کېږي. محب الله له ځوانانو وغوښتل، چې مطالعه پرېنږدی او مطالعې ته وخت ځانګړی کړي. هغه جوته کړه: «له مطالعې سره د ځوانانو د مینې کموالی درې اصلي لاملونه لري: بېوزلي، ټولنیزو شبکو کې بوختېدل او په کاپیسا کې د یوه معیاري کتابتون نشتوالی.»

د کاپیسا کتاب پلورونکي او ځوانان وایي، چې په هېواد کې وروستيو بدلونونو پر کتاب ویلو او پلورلو منفي اغېزه لرلی او له همدې امله اړتیا ده، چې د کتاب ویلو فرهنګ د ودې او په هېواد کې د لیک لوست د زده کړې کچې لوړولو ته ډېره پاملرنه وشي.

په همدې حال کې، کاپیسا کې د طالبانو ځایي مسوولان وایي، چې هغوی کتاب لوستلو ته د ټولنې د هڅولو لپاره پروګرامونه لري. د کاپیسا لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس کریم الله وثیق ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، که څه هم په دغه ولایت کې د کتاب د چاپ لپاره امکانات نشته؛ خو د ځوانانو لپاره درې عام کتابتونونه شته. هغه زیاته کړه: «په لومړۍ حصې ولسوالیو کې د ځوانانو لپاره د یو زر او ۹۰۵ کتابونو، نجراب کې دوه زره او د کاپیسا په مرکز کې ۴ زره او ۲۸۲ کتابونو په لرلو سره درې عامه کتابتونونه شته. د کتاب ویلو فرهنګ ته د ځوانانو د هڅولو لپاره مو د دغه ولایت په ښوونځیو، مدرسو او دولتي پوهنتونونو کې پروګرامونه عملي کړي؛ خو ډېری ځوانان له خواله رسنیو کار اخلي.»

د ویلو ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، په هېواد په ځانګړې توګه کابل ښار کې ډېری خپرندوی او کتاب پلورونکي له فعالیت څخه پاتې دي. په تر ټولو تازه مورد کې، څه موده مخکې د پل سرخ فرهنګي مرکز له کلونو فعالیت وروسته د اقتصادي ستونزو له امله لیلام شو. کله چې لیلام ګټه ونه کړه، د دغه مرکز کتابونه، کتابتونونو ته ورکړل شول.

د دغه مرکز مسوولانو د خپل فعالیت د درېدو لامل اقتصادي ستونزې وبللې. د پل سرخ فرهنګي مرکز یوه ټولګه وه، چې د کتاب، موسیقۍ، نقاشۍ، خطاطۍ او د لاسي صنایعو مینه وال او فرهنګیان هره ورځ ورتلل.

ورته لیکنې

Back to top button