پر کندز واکمن طالبان: کلتوري باغیان تر پوځي یاغیانو بدتر دي

۸صبح، کندز: په کندز کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو، هغه خبریالان چې پر دې ډلې نیوکې کوي، «باغي» بللي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو د شنبې په ورځ (غوایي په ٣٠مه) د کندوز خبريالان ددې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تالار ته وربللي ول.

په کندز کې د طالبانو استخباراتي مامورینو رابلل شویو خبریالانو ته خبرداری ورکړی، چې که پخپلو رسنیزو تولیداتو کې ددغې ډلې پر کړنو نیوکې بندې نه کړي، له دوی سره به جدي چلند وشي.

طالبانو ټینګار کړی چې «کلتوري باغیان» تر «پوځي یاغیانو» بدتر دي.

د طالبانو استخباراتو د کندز د رسنیو له مسوولینو هم غوښتي چې د سندرو له خپرولو ډډه وکړي، له دیني او روغتیايي پروګرامونو پرته په نورو پروګرامونو کې دې د انجونو ټیلیفونونه، خپرونو سره نه نښلوي.

طالبانو تر دې مخکې ددغې ډلې پر وړاندې جنګیدونکي وسله وال ځواکونه « یاغیان» بللي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په افغانستان کې د رسنیو او رسنیو پر کارکوونکو بندیزونه لګوي.

د خبریالانو د حقونو د سازمانونو، د طالب جنګیالیو او استخباراتي کړیو لخوا د محدودیتونو لګولو ترڅنګ ګواښونه، سپکاوی، نیول، شکنجه او آن د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو وژنې هم ثبت شوي دي.

Back to top button