طالبان: د امنیت شورا راپور یو اړخیز دی

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او تحلیلی ډلې څورلسم راپور له خپرېدو وروسته، طالبان وایي، دغه راپور یو اړخیز او نانډوله دی.
د طالبانو عمومي وياند ذبيح الله مجاهد نن یکشنبه (د غبرګولي په ٢١مه)، په يوه اعلامیه کې ويلي، چې د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغه راپور، چې وایي طالبان له ترهګرو ډولو چې القاعده هم په کې شامله ده، د خپلو مخالفينو ځپلو لپاره کار اخلي، ناسم بللی.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «دا راپور چې اسلامي امارت په ګاونډیو هېوادونو کې له مخالفینو سره مرسته کوي او یا د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد ناوړه ګټه پورته کوي، په کلکه ردوي.»
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوي راپور کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده او د دې ډلې د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني ترمنځ له اختلافاتو پرده پورته شوی.
ددغه راپور له مخې، حقاني هڅه کوي چې د طالبانو د دفاع د وزیر ملایعقوب په وسیله، هیبتالله اخندزاده د دې ډلې له مشری څخه لرې کړي.
خو طالبانو د امنیت شورا د راپور په غبرګون کې د خپلو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو شتون په کلکه رد کړ او دا یې «افواهات» وبلل.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې د طالبانو مهم چارواکي د نشه يي توکو په تولید او قاچاق تورن کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د شیشې تولید زیات شوی دی.
خو د دې ډلې په اعلاميه کې يو ځل بيا ټينګار شوى چې په هېواد کې د نشه يي توکو توليد او قاچاق کم شوى دى.
له بلې خوا طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي چې د دا ډول راپورونو خپرول نه یوازې دا چې نړیوال امنیت سره مرسته نه کوي، بلکې د ملګرو ملتونو موقف ته هم زیان رسوي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت [طالبان] د اسلامي شریعت د لارښوونو پر بنسټ، د دوه اړخیزو او څو اړخیزو مکلفیتونو او ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې کوي او چمتو دی چې ګډو ګټو ته د درنښت اصل له مخې، له نړیوالې ټولنې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړيږ»
دا پداسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، د افغانستان په اړه پخپل تازه راپور کې لیکلي چې طالبان له القاعده، تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو سره ژورې اړیکې لري! او په دې هېواد او سیمه کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.