طالبان: ډېر ژر به د افغان کارګرانو نوې ډله ترکیې ته ولېږل شي

۸صبح، کابل: د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې ډېر ژر به یو شمېر افغانان د کار لپاره ترکیې ته ولېږي.
دغه وزارت نن پنجشنبه، د غبرګولي په ۱۸مه، په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې دغه کارګران به د ترکیې له حکومت سره د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، دغه هېواد ته ولېږل شي.
په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې څومره افغان کارګران به ترکیې ته لېږل کېږي.
د ۱۴۰۱ لمریزکال په وروستیو کې هم طالبانو اعلان وکړ، چې سعودی عربستان، قطر او ترکیې ته شاوخوا ۵۰ زره کارګران او ۱۵زره شپانه لېږي.
د طالبانو له ژمنې څو میاشتې تېرې شوې، خو دې ډلې هېڅ کارګر بهر ته نه دی لېږلی.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د خلکو یوې لویې برخې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او له ناقانونه لارو نورو هېوادونو- په ځانګړې توګه ایران او ترکیې ته- د تللو په هڅه کې دي.