د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره: په هېواد کې کرنيزه زمکه ۷.۷ سلنه زیاته شوې

۸صبح، کابل: د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره ادعا کوي، چې په هېواد کې د کرنیزو سیمو او د کرکیلې وړ زمکو کچه د تېر کال په پرتله ۷،۷ سلنه زیاته شوې ده.

نن شنبه (د چنګاښ په دریمه) دې ادارې وویل، چې دوی د سپوږمکۍ عکسونو په کارولو سره د کرنیزو سیمو شمیرې ترلاسه کړي.

د دغه راپور له مخې، سږ کال په هېواد کې د دوه میلیونه هکتاره اوبه لرونکو ځمکو په ګډون ۲.۸ میلیونه هکتاره ځمکه کرل شوې ده.

په هرات، کندز، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د نورو ولایتونو په پرتله اوبه لرونکې زمکه ډېرې شوې، دا په داسې حال کې ده چې په تخار، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د للمۍ زمکو شمیر زیات شوی دی.

د طالبانو د معلوماتو او احصایې ریاست د راپور له مخې، په نیمروز او فراه ولایتونو کې کرنیزې سیمې کمې شوې دي.

غنم او وريژې په بېلابېلو ولايتونو کې يو له مهمو کرنيزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي او کروندګر په خپلو ډېرو ځمکو کې له دغو دوو حاصلاتو کار اخلي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره په داسې حال کې په هېواد کې د کرنیزو سیمو د زیاتوالي خبر ورکوي چې افغانستان په دې وروستیو کې له سختې وچکالۍ سره مخ دی.

د دغه راپور له خپرېدو مخکې د هېواد په شمال کې يو شمېر کروندګرو د پر وخت اورښتونو د نه ورېدو له امله د للمې زمکو د غنمو د حاصلاتو د کمښت خبر ورکړى و.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم اعلان کړی و، چې وچکالۍ په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه کړې ده.

Back to top button