د طالبانو یوه مهمه عایداتي سرچینه د «شرعي عشر» تر نامه لاندې له بزګرانو او کروندګرو پیسې او حاصلات اخیستل دي. د ۸ صبح ورځپاڼې د موندنو پر بنسټ، طالبانو په تېر یوه کال کې د کروندګرو د حاصلاتو لسمه برخه ځان ته اخیستې. یو شمیر کروندګر طالبانو ته عشر ورکول یو «شرعي کار» بولي، خو یو شمیر نور بیا ددې ډلې دا کار «باج اخیستل» په ګوته کوي او ټینګار کوي چې د دوی د یوه کال حاصلات د دوی د اولادونو د ژمي د وچې ډوډۍ له پاره هم بسنه نه کوي، خو طالبان د کرنیزو حاصلاتو له اخیستو وړاندې له دوی سره اړیکه نیسي چې د «مجاهدینو حق» دې له حاصلاتو جلا کړي.
۸صبح ورځپاڼې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې له یو شمیر بزګرانو سره په خبرو کې موندلې چې طالبانو د تیر یوه کال په بهیر کې د خلکو له ټولو حاصلاتو څخه عشر ټول کړی دی. د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې یوه بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، له ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې طالبان د للمي غنمو عشر هم اخلي. دا بزګر زیاتوي: «طالبان له هر لسو منو غنمو او اوربشو څخه یو من عشر اخلي، خو سږ کال زما غنمو ان خپل لګښتونه هم پوره نه کړل.
تر دې مهاله یې له اوغل بیګ، دشت لیلې او نورو کلیو څخه د للمي غنمو عشر اخیستی دی، د زغر او هندواڼو عشر یې هم اخیستی، خو سږ کال د خلکو حاصلات نه و.»
د شبرغان یوه اوسیدونکي له طالبانو څخه د ویرې له امله خپل مستعار نوم«خان» غور کړ، له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې یې وویل: «د طالبانو له لوري عشر او زکات د پخوا په څېر دي او تر اوسه دا لړۍ نه ده درېدلې او روانه ده.»
د جوزجان دا اوسیدونکی زیاتوي: «سږ کال تاسو په جریان کې یاست چې د للمې حاصلات چندان ښه نه و، خو طالبان بیا هم له للمي غنمو عشر او زکات اخلي. له لسو بوریو غنمو یوه بورۍ عشر.» هغه زیاتوي: «ان له سبزیو هم حق اخلي، خو توپیر لري، مثلا کله چې موږ محصولات بازار ته وړو، د سبزیو له پلور وروسته د طالبانو مسوول کسان له موږ نه پیسې اخلي او پارچه راکوي چې لسمې برخې ته ورته یو شی پکې لیکلی و.» ځینې وختونه طالبان زموږ له پالیزونو څخه سبزۍ، خربوزې او هندواڼې وړیا وړي او موږ څه نه شو ورته ویلی.»
ښاغلی خان دغه راز زیاتوي: «د خلکو حالت ډیر خراب دی او خلک د طالبانو له کارونو څخه خوښ نه دي. په داسې یوه حالت کې چې خلک له لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي، طالبان بیا هم د دوی له سبزیو او نورو حاصلاتو څخه عشر او زکات اخلي.»
د لوګر ولایت د کلنګار د شش کلا اوسیدونکي محمد شاه ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل: «له یوه جریب ځمکې څخه څلور منه غنم اخلي.
همداسې بیا ورکول کېږي.» نوموړی زیاتوي:«سږ کال د حاصلات خونده نه وه، چندان غنم مو هم وانخېستل. څه مو چې واخېستل درې څلور خرواره و، ۱۲منه عشر مو ورکړ.» د لوګر دا اوسیدونکی شکایت لري: «سږ کال ټول حاصلات سیلاب یوړل، څه شی نشته، ټول سیلاب یوړل. په کورنۍ کې اته کس یوو، څلور یا پنځه خرواره غنم وشول، دا چې بس به مو شي او که نه توکل پر خدای.»
له دې وړاندې په تخار ولایت کې یو شمیر بزګرانو د طالبانو له لوري عشر ټولول«ناقانونه پیسې» بللې وې. دوی ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د دوی په سیمو کې د عشر ټولولو له پاره د طالبانو له لوري کوم مشخص کس نه دی ټاکل شوی او د ورځې درې څلور کسان د طالبانو د قوماندانانو استازي د دوی د وریجو درمندونو ته ورځي او هر یو یې جلا جلا عشر غواړي. په تخار کې بزګران وايي چې که چېرې ددې ډلې هر استازي ته عشر ورنه کړل شي، بزګران ګواښي.
له دې سره جوخت په غور کې یوه بزګر ۸ صبح ورځپاڼې ته تایید کړه چې طالبانو د دوی د کرنیزو حاصلاتو عشر واخیست. د نوموړي په وینا، طالبانو ان د حاصلاتو له راغونډولو وړاندې له دوی سره اړیکه نیولې وه او ورته ویلي و: «د مجاهدینو حق جلا کړئ.» د غور دا اوسیدونکی زیاتوي چې د پرله پسې وچکالۍ له امله پر دې نه دی توانیدلی چې خپلو اولادونو ته د ژمي له پاره وچه ډوډۍ برابره کړي، خو طالبان له هرو لسو منو یو من د عشر په نامه اخلي.
۳۵کلن قربان علي چې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ اوسیدونکی دی، ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل: « طالبان زموږ له هرو لسو منو حاصلاتو څخه یو من عشر اخلي. یو بزګر چې د غنمو، کچالو، مڼې، الو او داسې نورو حاصلات راغونډوي باید لسمه برخه یې طالبانو ته ورکړي. سږ کال زموږ حاصلات ډیر کم و. ټول سیلاب یوړل او ږلې او باران خراب کړل. کوم حاصل چې مو راغونډ کړی، هغه د ځمکې لګښت نه پوره کوي.» دا بزګر زیاتوي: « سږ کال مې له دریو جریبو ځمکې څخه ۷۰ منه غنم اخېستي او د کورنۍ شمیر مو اتو کسانو ته رسېږي.»
د بدخشان د ارګوی ولسوالۍ بزګران هم وايي چې طالبانو یې له ټولو حاصلاتو څخه عشر اخېستی دی. د دوی په وینا، طالبانو په تیر یوه کال کې ددې ولسوالۍ د ۲۱۴کلیو د هرو لسو منو څخه یو من عشر ټول کړی دی او د طالبانو له لوري راغونډ شويو حاصلاتو اندازه زرګونو منو ته رسېږي.
ددې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي د خپل هویت نه په ډاګه کولو په شرط ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل چې د یادې ولسوالۍ د کلیو نفوس یو له بل سره توپیر لري. د نوموړي په وینا، ځینې کليو کې سلګونه کورنۍ ژوند کوي او د ځینو یې بیا د کورنیو شمیر ۵۰ ته رسېږي. نوموړی زیاتوي چې طالبانو په یو شمیر کلیو کې ان تر ۵۰۰۰منو پورې غنم د عشر په نامه راغونډ کړي دي. دا سرچینه وړاندې وايي: «داسې کلي هم شته چې ۵۰۰ منه یا تر دې لږ کم عشر یې ورکړی دی، که چېرې یې په اوسط ډول زرمنه حساب کړو، ټول ۲۱۴ زره منه غنم کېږي چې دوی د عشر په نوم ټول کړي دي.» سږ کال تراکتور خپله طالبانو راوستلی و، د طالبانو له اجازه پرته هېچا د حاصلاتو راغونډولو حق نه درلود. طالبان تراکتور د خپلو نماینده ګانو سره یوځای کلیو ته استوي. غنم یې تریشل کوي، د غنمو عشر اخلي او د وښو عشر یې هم ترې اخیستی دی.»
د کندوز د کلا زال ولسوالۍ یو بزګر الله بیردي هم ۸ صبح ورځپاڼې ته تایید کړه چې د خپلو حاصلاتو عشر یې طالبانو ته ورکړی دی. هغه زیاتوي: «طالبانو په هر ۲۰ منو کې یو من غنم عشر اخلي او له هرو شلو منو وریجو هم یو من عشر اخلي. دا جبر دی. د میو او نخودو عشر د فصل اخیستو پر مهال اخلي، موږ زیار باسو، د سر وینې مو پښو ته راشي، خو ملاصاحبان زموږ سره ظلم کوي، څه وکړو چاته وژاړو، څوک مو غږ نه اوري، مګر دا چې خدای پاک یو کار وکړي او دوی ته جزا ورکړي.»
د بادغیس یوه اوسیدونکي عبدالعلي ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبان له هر لسو منو غنمو څخه یو من د عشر په نامه اخلي. د نوموړي په وینا، طالبانو په بادغیس کې ټولو بزګرانو ته ویلي چې هېڅوک طالبانو ته له عشر ورکولو پرته نه شي کولای د غنمو حاصل ټول کړي. احمد(مستعار نوم) د بامیانو یو بزګر دی. نوموړي له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې طالبانو یې د کچالو له حاصلاتو څخه څلور بورۍ کچالو عشر اخیستی دی. نوموړی زیاتوي:«ان که چیرې د شپې مړي راغونډو هم طالبان بیا راورسېږي. طالبان ان له هغو کسانو سره چې کچالو پلوري، په اړیکه کې دي، څو عشر د ځمکې په سر واخلي، کچالو پلورونکي اړ دی چې له جیبه یې ورکړي، په ټولو کلیو او بانډو کې خپل کسان لري، دوه درې کسان یې وسله هم لري.» دا بزګر زیاتوي:«هر څومره چې د عشر مامور حساب کړل، هماغه اعتبار لري، معمولا نغدې پیسې اخلي، یو رسید درکوي، رسید یې هم چندان شفاف نه دی.» دا بزګر ټینګار کوي چې سږ کال په بامیانو کې د خلکو حاصلات ډیر کم دي. کوم کس چې زیاته ځمکه لري، د هغه له پاره یې هم حاصلات بسنه نه کوي.
«عشر» عربي کلیمه ده چې د«لسمې برخې» مانا ورکوي. طالبان له سني بزګرانو څخه د دوی د حاصلاتو لسمه برخه د عشر او له شیعه بزګرانو څخه بیا شلمه برخه د عشر په نامه حاصلات ترلاسه کوي.
طالبان داسې مهال له بزګرانو څخه عشر اخلي چې زیاتره یې په دې کچه د خپلو حاصلاتو ورکولو ته چمتو نه دي. له بل لوري سیلابونو ددې بزګرانو ډیری برخه کښتونه له منځه وړي او کوم حاصلات چې ترلاسه کوي، هغه یې دکورنۍ د ژمي له پاره هم بسنه نه کوي.
له بل لوري ورځ تر بلې زیاتیدونکې بې وزلي یوه بله ستونزه ده چې د کلیو او بانډو خلک ورسره لاس او ګریوان دي. څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول مارتن ګرفټس وویل چې د افغانستان ۱۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي. د نوموړي په وینا، له دې ۱۹ میلیونو وګړو څخه یې ۶.۶ میلیونه کسان بیړنیو مرسته اړتیا لري.
دغه راز د افغانستان له پاره د خوړو نړیوال پروګرام د وږي په ۶مه د یک شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان اقتصادي حالت مخ په خرابېدو دی او په دې هېواد کې لسګونه میلیونه وګړي خوړو ته اړتیا لري. د افغانستان له پاره د خوړو د نړیوال پروګرام رئیس مري الن ویلي دي چې دا سازمان په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې له پاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. د الن په وینا، په افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او نه شي کولای په ورځ کې یو ځل خواړه وخوري.
طالبانو د تیر کال په ژمي کې د عشر او زکات ادارې د رامنځته کېدو خبر ورکړ. د طالبانو کابینې د تیر کال د سلواغې په پنځمه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دوی په ناسته کې ددې ادارې د جوړېدو په اړه وړ پرېکړې وشوې؛ اوسمهال په زیاترو ولایتونو کې د طالبانو قوماندانان هر یو په خپل نوبت له خلکو عشر ټولوي. طالبانو داسې مهال د بزګرانو جیبونو ته سترګې نیولې چې د نورو عواید ترڅنګ، په میلیونونو ډالر یې له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې په ډول ترلاسه کړي دي. د افغانستان بانک د شمیرو پر بنسټ چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په تیر یوه کال کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ۲۳۳ میلیونه ډالر نغدي مرسته کړې ده. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهېسې، یاد هېواد له افغانستان او دکډوالو د ملاتړ په موخه له ګاونډیو هیوادونو سره ۱.۱ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تلې په لومړۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې یاد هېواد د بشري مرستو په توګه ۳۲۷ میلیونه ډالر افغانستان ته استوي. ددې وزارت په وینا، له دې مرستو څخه یې ۱۱۹ میلیونه ډالر د کډوالۍ چارو سازمان له لوري لګول کېږي او پاتې ۲۰۸ میلیونه یې د امریکا پراختیايي سازمان د بشري مرستو د دفتر له لارې له افغانستان سره مرسته کېږي.