۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د د جیش محمد ډلې د مشر د نیولو په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د لیک په غبرګون کې ویلي، چې مسعود ازهر په افغانستان نشته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي چهارشنبه ماسپښين د وږي پر ۲۳ په یوه ټویټ کې د افغانستان په خاوره کې د جیش محمد ډلې د مشر مسعود ازهر حضور رد کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ډله به هېڅ وسله وال ځواک ته، چې د افغانستان خاوره د نورو پروړاندې کاروي د فعالیت اجازه ورنه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د بې بنسټه تورونو له لګولو دې ډډه وکړي که نه داسې تورونه به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو منفي اغېز ولري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه د یوه لیک په لېږلو له طالبانو د جیش محمد ډلې د مشر مسعود ازهر د نیولو غوښتنه کړې ده. د دغه وزارت په لیک کې راغلي، چې مسعود ازهر د افغانستان په ختیځ کې دی.