طالبان: په تېره یوه کال کې کابل کې ۱۵۶ قتلونه شوي

۸صبح، کابل: د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، په دغه ښار کې د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې د (۱۵۶) قتلونو قضیې ثبت شوي دي.

ځدراڼ نن چهارشنبه (وري ۲)، په يوه خبري ناسته کې وويل، چې تېر کال په کابل کې د ځان وژنې، اختلاس، درغلۍ، موټرونو او موټرسايکلونو غلاو، جنسي تېريو، نشه يي توکو قاچاق او نورو جرمونو کې (۱۹۲۰) پېښې رامنځته شوې دي.

د هغه په ​​وينا، د يادو وژنو په تړاو ٢٣٢ کسان نيول شوي، ٩٠١ کسان د غلا او يو (۱۸۳۶) کسان په نورو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.

ځدراڼ ادعا وکړه، چې د يادو کسانو نيول، ددوی لاس ته راوړه وه او نيول شوي کسان يې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند (عبدالنافع ټکور) په یوه خبري ناسته کې ویلي و، چې تېر کال ۱۶۶۸۵ کسان په بېلابېلو جنايي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په ټول افغانستان کې د امنیت د تامینولو ادعا کوي، خو د هېواد خلک د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي.

Back to top button