۸صبح، بادغیس: طالبانو په یوه اطلاعیه کې د بادغیس ټولو سوداګرو ته ویلي، چې د عشر له پاڼې پرته دې له خلکو پسته نه پېري.
په دې اطلاعیه کې چې چهارشنبه د زمري پر ۵ خپره شوې، طالبانو د بادغیس سوداګرو ته ویلي، له هغه چا چې غواړي پسته وپېري، د عشر پاڼې دې وغواړي.
طالبانو ویلي هر سوداګر چې د عشر له پاڼې پرته پسته وپېري، خپله عشر ورکولو ته اړ کېږي.
د بادغیس اوسېدونکو د طالبانو د ټاکلي وخت پر خلاف پرون د پستې ځنګلونو ته تللي او ځان ته پستې ټولوي.