۸صبح، کندهار: کندهار کې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست ښځینه روغتیایي کارکوونکو ته ویلي، چې له محرم پرته دندې ته د تلو اجازه نه لري.
کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا په ریاست کې یوه باوري سرچینه وایي، چې دغه امر یکشنبه د سلواغې پر نهمه د دې ریاست کارکوونکو ته په شفاهي ډول وړاندې شوی دی.
طالبانو له دې مخکې په غیردولتي موسسو کې د ښځو کار منع کړی دی.
د ویلو ده، چې طالبانو یوازې روغتیایي کارکوونکو ته اجازه ورکړې ده، چې په غیردولتي بنسټونو کې کار وکړي.