طالبان د غزني رسنیو ته: د ښځو په غږونو ثبت شوي اعلانونه مه خپروئ

۸صبح، غزنی: د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت ټولو رسنیو ته خبرداری ورکړی، چې د ښځو په غږونو ثبت شوي سوداګریز اعلانونه دې نه خپروي.
باوري سرچينو نن یکشنبه (د غوايي په ١٠مه)، وويل چې طالبانو د غزني سيمه ييزو رسنيو ته خبردارى ورکړى، چې که له دغه حکم څخه سرغړونه وکړي، ورسره به جدي چلند وشي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په غزني کې رسنۍ په پروګرامونو کې ښځو ته د ټليفون له کولو هم منع شوې دي.
طالبانو د غزني په رسنیو کې د ښځو د غږونو پر خپرولو په داسی وخت کې بندیز لګولی چې د دې ډلې په بیا واکمنېدو سره په دغه ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو ټولې ښځینه کارکوونکې په کورونو کېنول شوي دي.
طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو پراخ بندیزونه ولګول. دا بندیزونه ورځ په ورځ زیاتیږي.