طالبان غور کې د جوماتونو امامانو ته: مخکیني پوځیان موږ ته راوپېژنئ

۸صبح، غور: غور کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د مخکینیو پوځیانو د پېژندنې لپاره د طالبانو د هڅې خبر ورکوي.

سرچینې شنبه د مرغومي پر اوولسمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو د جوماتونو امامانو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې مخکیني پوځیان وپېژني او دغې ډلې ته یې معرفي کړي.

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو له یوې اونۍ راهیسې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د یو شمېر ولسوالیو د جوماتونو د ملا امامانو له لارې هم د حکومت د پوځیانو د پېژندنې په هڅه کې دي.

اخوا په غور ولایت کې یوه سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو والي څو میاشتې مخکې د ولایت په یوه ناسته کې ویلي: «مخکیني پوځیان ووژنئ، هغوی پخواني کمونیستان دي.»

د طالبانو دغه شفاهي امر په داسې حال کې صادرېږي، چې د دې ډلې له واکمنېدو وروسته تل د هغوی له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د مخکینیو پوځیانو د نیولو، شکنجې او وژلو راپورونه رارسېدلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button