طالبان کابل ښاریانو ته: پر خپلو کورونو امنيتي کمرې ولګوئ

۸صبح، کابل: طالبانو له کابل ښاريانو غوښتي چې پر خپلو کورونو امنيتی کمرې ولګوي.
په کابل کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ د پنجشنبې پر ورځ، د لړم پر۱۹، د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزيون سره خبرو کې وويل چې د دغه کار موخه د امنيتي وضعيت ښه کېدل دي.
ځدراڼ ويلي، چې د ګذر د وکيلانو، د جوماتونو د ملا امامانو او مخورو په همکارۍ يې د کابل ښار په بيلابيلو سيمو کې کمپاين پېل کړی دی او تر اوسه، د کابل د پنځلسمې امنيتي حوزې په اړوند سيمو کې ۲زره امنيتي کمرې لګول شوي دي.
په کابل کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا،لوړپوړيز کورونه او پارکونه بايد امنیتي کمرې نصيب کړي څو د امنيت په ټينګښت کې د خلکو ريښتينې همکاري ثابته شي.
طالبانو اعلان کړی دی چې دا کمپاین پر ټولو د پلي کېدو وړ نه دی او هغه کسان چې مالي وس لري، پر خپلو کورونو د امنيتي کمرو پر لګولو مکلف دي.