طالبان خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته: نجونې محصلینې مه جذبوئ

۸صبح، کابل: د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په یوه مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته امر کړی، چې نجونې زدهکړیالانې جذب نه کړي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د محصلینو چارو معینیت د مکتوب د یوې نسخې له مخې، چې شنبه د سلواغې پر اتمه په ټولنیزو شبکو کې لاسپهلاس کېږي خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو موسسې حق نه لري د پسرلي په ازموینو کې نجونې جذب کړي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په مکتوب کې همداراز راغلي، چې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو موسسې اړ دي، چې د کانکور ازموینې له ترسره کولو پنځه ورځې مخکې دغه وزارت او د ازموینو له ملي ادارې سره اړیکه ونیسي ترڅو د کانکور ازموینې د بهیر د څارنې لپاره ګډ پلاوی وټاکل شي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د روان کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې د ښځو لپاره لوړې زدهکړې تر بلې خبرتیا منع اعلان کړې.