۸صبح، کابل: طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د فعالیت په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور رد کړ.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی جګړه مار نشته. طالبانو زیاته کړې، چې له نهو میاشتو راهیسې یې هڅه کړې، چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.
طالبانو ویلي، چې پر خپلو ژمنو ولاړ دي او ډاډ ورکوي، چې له افغانستانه به هېڅ هېواد نه ګواښل کېږي.
طالبانو په داسې حال کې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د فعالیت په هکله د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا وروستی راپور رد کړی، چې دغه سازمان له طالبانو سره د القاعدې ډلې د مشر د بیا بیعت خبره کړې او پاکستاني رسنیو دوې ورځې مخکې په افغانستان کې د زرګونه جنګیالیو د حضور خبر ورکړ.