طالبان د امنیت شورا ته: بشردوستانه مرستې له سیاسي مسایلو سره مهتړئ

۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا غړو ته په خطاب ویلي، چې بشردوستانه مرستې له سیاسي مسایلو سره ونهتړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد شنبه د مرغومي پر ۲۴ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د سازمانونو او هېوادونو لپاره ښه ده چې د افغانستان شرایط او د ولس دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال بشردوستانه مسایل او بشردوستانه مرستې له سیاسي مسایلو سره ونهتړي.»
د مجاهد په وینا طالبان هڅه کوي ټولې چارې د اسلامي شریعت له مخې برابرې کړي؛ ځکه د ده په وینا دغه ډله «د دین او خلکو پروړاندې د مسوولیت د احساسولو له امله نه شي کولای په هېواد کې غیرقانوني کړنو ته اجازه ورکړي.»
مجاهد ټینګار کړی، طالبان په داسې برخو کې، چې له دیني اصولو او ملي ارزښتونو سره سمون وخوري، همکارۍ ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا ۱۱ غړو په یوه بیانیه کې له طالبانو وغوښتل ترڅو افغانستان کې د ښځو پروړاندې ځپونکی چلند پایته ورسوي.