۸صبح، کابل: له هغې وروسته چې ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزارت پر سرپرست او د پوهنې وزارت پر مرستیال د سفر معافیت پای ته ورساوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا ډول فشارونه بې ګټې او د ازمایل شویو تجربو تکرار دی.
نوموړي وزارت نن چهارشنبه د چنګاښ پر لومړۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د ملګرو ملتونو د هغه اقدام هرکلی کوي، چې پر ځينو لوړپوړو طالب مشرانو یې د څه وخت په مخه بندیزونه لرې کړي دي.
یاد وزارت زیاته کړې: «د طالبانو پر دوو لوړپوړو غړو لګول شوي فشارونه بې ګټې او د ازمایل شویو ناکامو تجربو تکرار دی، چې هېڅ نتیجه به ورنه کړي.»
دغه وزارت امنیت شورا په یواړخیز قضاوت تورنه کړه او ترې ويې غوښتل، چې یوطرفه قضاوت ونه کړي او د دوحې د هوکړې پر بنسټ ټول بندیزونه لرې کړي.
دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي، چې ملګرو ملتونو پر افغان مېرمنو د محدویتونو له کبله پر دوو طالب چارواکو د سفر د بندیزونو معافیت پای ته ورساوه.