طالبانو په پکتیکا کې یو سړی په «درو» وواهه

۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا ولایت کې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې طالبانو یو سړی د نامشروع اړيکو په تور په عام محضرکې په «درو» وواهه.

د ځايي سرچینو په وينا، طالبانو دغه حکم د پنجشنبې پر سهار، د چنګاښ په لومړۍ نېټه د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې اجرا کړی دی.

سرچينو زياته کړې، چې طالبانو د دغې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي د دغه حکم د پليتابه نندارې ته راټول کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې هم يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې په پکتيکا کې د طالبانو د ولايتي محکمې لخوا پر يوه کس په « درو» د وهلو د سزا حکم صادر شوی دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم په پکتیکا کې یو شمېر نارینه او ښځې د بېلابېلو جرمونو په ځانګړي ډول د نامشروع اړیکو د لرلو په تور په درو وهلي دي.

له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره سره دغې ډلې له تېر یوه کال راهیسې په عام محضر کې سزا ورکولو ته زور ورکړی دی.

په تر ټولو تازه مورد کې په دې اونۍ کې، طالبانو په لغمان ولایت کې د پنځو کسانو د وژلو په جرم یو کس «قصاص» کړ.

دا په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمننېدو وروسته په عام محضر کې د «قصاص» دويمه پیښه وه.

Back to top button