۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ددې ولایت په نهو ولسوالیو کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې له محرم پرته آن کلینیکونو او شخصي کتنځیو ته مه ځئ.
په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې دا حکم پنجشنبې د لیندۍ په درېيمه د اچین، غنیخېلو، نازیان، دوربابا، ګوشتې، کامې، خوګیاڼیو، شیرزاد او سرخ رود ولسوالیو اوسېدونکو ته ابلاغ شوی دی.
سرچینې زیاتوې چې د جوماتونو امامانو ته حکم شوی چې د جماعت په لمونځونو کې دا فرمان په جدي توګه خلکو ته ورسوي او عملي یې کړي.
د طالبانو دامر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې روغتونونو ته د ښځو د تلو د محدودیت په هکله څه نه دي ویلي.
له دې مخکې دغې ډلې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې دې ته ورته هم کړی و.
دا محدودیتونه په داسې حال کې لګول کېږي چې نن جمعه د نومبر په ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده او له نړۍ له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.