د طالب ظلم او د خلکو چوپتیا؛ څه کول پکار دي؟

د طالبانو د ډار او وېرې خنجر هره ورځ د ګران او بې وسه افغانستان د ستوني یوه برخه پرې کوي او د تورو تیارو، غضب او بدمرغۍ د واکمنۍ په تیارو کې څو ځلېدونکي څراغونه هم د مړکېدو په حال کې دي. دا ساده او وړه خبره نه ده، هېڅ داسې خبره نشته چې واورېدل شي او چوپتیا غوره شي او په ژبه یې ونه وایې. دا د تاریخ هغه نازکې شېبې دي چې ثانيې یې ورو ورو حرکت کوي او لکه د کابل په وخت، د نجونو په ټولګیو او د افغانستان په مړو کوڅو کې دا وخت ولاړ دی؛ هر څه درېدلي ترڅو دا څرګنده کړي چې یو وخت د ټولې نړۍ په چوپتیا کې د ځمکې پر مخ دغه تر ټولو ترهګر او جنایتکار مخلوق د ښځو پر مخ د علم او عقل دروازې تړلې وې او ته وا هېڅ خبره نه ده شوې، نړۍ چوپه خوله ده، د نړۍ مسلمانانو بې معنی غبرګون وښود، نارینه او پلرونه غلي پاتې شول او بالاخره ټول غلي شول.
د طالب ظلم پای نه لري، دوی له علم، حکمت او پوهنتون سره دښمني لري او زړونه يې د ځانمرګو کنډکونو، ځانمرګي عملياتو او قهر او وينو سره تړلي دي. دوی پرمختګ او پراختیا نه خوښوي او ناپوهي ته په روښانتیا ترجېح ورکوي. دا د ټولنې د مدیریت لپاره د طالب تګلاره ده؛ داسې ټولنه چې پکې یوازې د سیاسي ملایانو، نړیوالو ترهګرو او جنایتکارانو غږ اورېدل کېږي؛ خو په عین حال کې یوه خبره نا امیدي زیاتوي او مایوسي راپاروي او هغه د طالبانو او د دې ډلې د وحشتناکو، تاوتریخجنو او ناوړه سیاستونو په وړاندې د افغانانو په توګه زموږ چوپتیا ده؛ موږ ټول او آن هغه کسان چې د طالب مذهبي ایډیالوژي مني، له ځانه په خصوصي ډول دا پوښتنه کړې چې ولې د دې ظلم په وړاندې چوپه خوله یو؟ دا چوپتیا او ظلم او سیتم او د پسونو خوي او خصلت له کومه راځي؟ ولې موږ د نورو ولسونو او خاورې په څېر د شته ظلمونو پر وړاندې لوی، ملي او ولسي لاریونونه نه کوو؟
د ښځو پر مخ يې ښوونځي وتړل، ټولنه خاموشه وه؛ د ژوند په ټولو شخصي چارو کې يې لاسوهنه وکړه، ږيره او سرونه يې ورته ګز کړل، خلک غلي پاتې شول او اوس يې پوهنتون د ښځو پر مخ وتړل او په دې غمجنه جغرافیه کې مېشتې پرګنی او عام ولس لا هم داسې چوپه خوله دي لکه اوبه چې له اوبو نه وي خوځیدلي. دا چوپتیا دیني، سیاسي، کلتوري او اقتصادي لاملونه لري چې باید وڅېړل شي. کله چې ۵۰ زره طالبان د ۴۰ میلیونو خلکو باندې هر څه منلی شي او په پټه خوله یې سمعا او طاعتا وایې، دا جدي مسله ده چې ولې موږ داسې یو؟ ولې احتجاج نه کوو؟ ولې د دې خاورې پلرونه، زامن، ښځې او نارینه نه راوځي چې دا وښيي چې زده کړه د خلکو حق دی، د انسانانو حق دی، د ښځو طبیعي حق دی او دا زمونږ د ټولو حق دی؟
پرون په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې له خلکو وپوښتل چې دوی څه ته انتظار دي؟ دا پوښتنه مهمه ده، او قوي پوښتنه ده چې کولی شي موږ فکر کولو ته اړ کړي چې موږ د څه په تمه یو؟ علماو او مدني فعالان او پلرونه او وروڼه د څه په تمه دي؟ سره له دې چې په ټولنيزو شبکو او يو شمېر ولايتونو کې لاريونونه، غوسه او لږ تړاو شتون لري، خو دغه لاريونونه لا هم ولسي بڼه نه لري او ډېری خلک چوپه خوله دي. لکه څنګه چې د ښځو په سفر د بندیز په وړاندې چوپه خوله پاتې شول، د نجونو د ښوونځیو د تړلو په وړاندې چوپه خوله پاتې شول او د طالبانو ظلم او جبر ته یې سترګې پټې کړې، ایا د څلویښتو میلیونو وګړو څخه سل زره کسان هم نه شته چې د طالب پر وړاندې ودریږي او د طالب ظلم اوجنایت وغندي؟ ايا د افغانستان پلرونه، زامن او وروڼه د دې وړتيا نه لري چې د ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي او لاريون وکړي؟ د دې پوښتنو ځواب تر دې دمه یو قوي او ښایسته «نه» دی. حقیقت دا دی چې موږ د طالب او د هغوی د ورځني ظلم په وړاندې جدي غبرګون نه دی ښودلی.
په داسې حال کې چې طالبانو خپلې ظالمانه تګلارې يو په بل پسې تثبيت کړې او د ځان لپاره يې پلانونه او بنسټيز اهداف ټاکلي، د ټولنې اکثريت يې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دی او ځیني خلکو احساساتي، بې پلانه او بې اغېزې عکس العملونه ښودلي دی او زموږ ټول کارونه په یو څو فیسبوک پوسټونو او ټویټونو او په رسنیو کې په نیوکه کې خلاصه کېږي. بې له شکه چې په خپل ډېر خوشبین حالت کې د رسنیو غبرګونونه اغېزمن دي، خو په لویه کچه یې پر طالبانو ډېر اغېز نه دی کړی او له بده مرغه د دې مسلو رسنیز پوښښ او عکس العمل طالبان نور هم زړور کړي دي او دا به د ویاړ او نفوذ سرچینه وګڼي ترڅو مشهور شي. ترهګرو تل غوښتل چې شور جوړ کړي. د همدې دلیل لپاره، یووال نوح هاراري، اسراییلي تاریخ لیکونکی او لیکوال په دې باور دی چې ترهګر د هاتی په غوږ کې د مچ په څیر عمل کوي. طالبان هم وخت په وخت غوغا راپورته کوي او خپله ایډیالوژي پیاوړې کوي.
د طالبانو زیاتېدونکي ظلمونه او د خلکو چوپتیا دا پوښتنه راپورته کوي چې څه وکړو؟ څه باید وشي؟ د دې پوښتنې ځواب داخلي دی او ټولنه، کلتور، مذهب او ځمکه باید وڅېړل شي، تحقیق او څېړنه پرې وشي. که نن د طالبانو پر ضد لاریون وکړو او همکارۍ ته یې اړ کړو، سبا به د افغانستان له کړکېچ او تاوتریخوالي ځپلې ټولنې څخه په سلګونه نور طالبان پیدا شي. د دې پوښتنې ځواب بیا خلکو ته راځي او موږ باید خلکو ته دا فکر ورکړو چې پوهه له ناپوهۍ غوره ده او دا چې یوه سواد لرونکې او ښځه له نالوستې مېرمنې ګټوره ده. د ولس په فکري بڼې کې باید بدلون راوستل شي او د ناوړه کلتور پر وړاندې باید یوه معقوله مبارزه وشي. دا مبارزه اوږده، ګرانه او ډیر استقامت ته اړتیا لري. خو دا شونې ده او دا به پېښ شي، او بالاخره موږ باید د طالبانو په وړاندې بریالي شو. یا نن، یا سبا یا بله ورځ؛ افغانستان د طالبانو پر وړاندې له بریا پرته بله لاره نه لري.