باټې، وېره او ګواښ، د طالبانو د مشر اختریز پیغام

په هغه اوږده پیغام کې چې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د خپل ناڅرګند مشر په نوم خپور کړی، نړۍوالې ټولنې ته د وېرې او ډار له نښو سره یوځای له باټو ډکې ادعاوې او ګواښوونکې اشارې مخابره شوې دي.

په داسې یو هېواد کې چې ټول د ملا هبت الله په ګټه چوپ کړای شوي دي، هغه ادعا کوي چې خلکو ته یې امنیت او ټيکاو راوستی دی. هغه امنیت چې دغه ډله یې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ګڼي او د افغانستان پر خلکو یې احسان اچوي، د هغه  وحشت او ترور درېدل دي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په خپله پر خلکو تحمیل کړی و او اوس یې ځای د نیونې، شکنجې او ځپلو له امله وېرې او ډار نیولی دی. په دغو څه کم دوو کلونو کې چې د دې ډلې له واکمنېدو تېرېږي، د افغانستان له ختيځه تر لوېديځه او له سویله تر شماله په زرګونو کسان نيول شوي، ګڼ پخواني پوځي او امنيتي افسران وژل شوي او ډير سياسي مخالفين له اعدام وروسته، سیندونو او د اوبو بندونو ته غورځول شوي او په زرګونو نور دا مهال په زندانونو کې تر شکنجو لاندې دي. د لاسته راوړنو په تړاو د ملا هبت الله ادعاوو هغه مهال اعتبار لرلی شوای، چې د بیان ازادي وای او څاروونکو بنسټونو زیانمنو ته د لاسرسی حق لرلای او هغه څه چې پر خلکو تېرېږي، بې له وېرې په رسنیو کې خپرېدلای. چېرې چې یوازې یو کس حق لري چې د یوه هېواد پر ځای خبرې وکړي، لافو او باټو وهل اسانه دي.

خو د امنيت او ټيکاو د راوستو له ادعا سره سره، د ملا هبت الله پيغام ښيي چې دى په خپله د سختې نا امنۍ او بې ثباتۍ احساس کوي او د اختر په پيغام کې چې بايد خلکو ته د خوښۍ او ډاډ ګېرنې له خبرو ډک وي، له بغاوت او بلوا خپله وېره نه شي پټولای. هغه له ملایانو غواړي چې د بغاوت په تړاو خلکو ته ویناوې وکړي. دا غوښتنه ښيي، چې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو او د خپل امیرالمؤمنین پر ضد د هغوی د یوې برخې د بغاوت د احتمال په تړاو د کارپوهانو شننه جدي ده او نوموړی په دې پیغام کې هغوی ته خبرداری ورکوي چې د ده پر وړاندې د بغاوت، کوتا او سرغړونې له فکره لاس واخلي. هغه دغه راز د طالبانو ضد ډلو له پاڅون او د دغې ډلې د واکمنۍ پر وړاندې له وسله وال او بې وسلې مقاومته وېره لري او غواړي چې د بغاوت پر ټرمینولوژۍ په ټینګار سره، د هر مقاومت کوونکي د ځپلو لپاره لاره هواره کړي او هغو قتلونو او وژنو ته مشروعیت ورکړي چې د خپلو مخالفین پر وړاندې یې پېل کړي دي.

په دغه پیغام کې هغه په ​​ډاګه کوي چې د نړۍوالې ټولنې له فشارونو هم وېرېږي؛ که څه هم تر دې دمه پرې ډېر فشار نه دی اچول شوی، خو ان د تر ټولو ټيټې کچې د غوښتنو لکه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، بشري حقونو ته د درناوي او داسې نورو نرمو او شرم وړ غوښتنو مطرح کېدل ورته د اندېښنې لامل دي، داسې اندېښنې چې د اوږدې مودې لپاره د دې ډلې په رسمیت نه پېژندل، هسې نه اوسنی کړکېچ مات کړي او یو شمېر هېوادونه د طالبانو پر مخالفینو فشار کم کړي او هغوی د خوځښت او فعالیت اجازه پیدا کړي. هغه نړۍوالې ټولنې ته ګواښ کوي چې د دې ډلې په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او وايي چې دا کار هم د افغانستان اوهم د نړۍ په ګټه دی او دلته یې له افغانستانه موخه طالبان دي. نوموړی په ​​غیر مستقیم ډول وايي چې که د خلکو د ځپلو په چاره کې لاسوهنه وکړئ، موږ داسې ځواکونه لرو چې تاسو ته به سرخوږی جوړ کړي. هغه ځواکونه چې د نړۍوالې ټولنې لپاره د سرخوږي جوړولو وړتیا لري القاعده او ورته ترهګریز سازمانونه دي، چې له پولې اخوا امکانات لري او د طالبانو سټراټېژېکه زېرمه ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button