په افغانستان کې دریو بريتانيوي وګړو د نيولو د برخليک په اړه، د دغه هېواد د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د درېو برتانوي وګړو له نیول کېدو وروسته، برتانوي رسنیو خبر ورکړ، چې د دغه هېواد حکومت له طالبانو سره د دغو درېیو وګړو د برخلیک په اړه خبرې کوي.

نن یکشنبه، (وري۱۳)، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې (سوئلا براورمن) له سکای نیوز سره په خبرو کې، له طالبانو سره د حکومت خبرې تایید کړې.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې،  (مایلز راتلج، کوین کورنول) او یو بل برتانوي وګړی، چې په کابل کې یو هوټل لري او تر اوسه یې هویت نه دی معلوم، ښايي د روان کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو له خوا په بېلابېلو پېښو کې نیول شوي وي.

اغلې برورمن وویل چې د برتانیې حکومت هڅه کوي چې د طالبانو لخوا د خپلو دریو نیول شویو وګړو، د خونديتوب ډاډ ترلاسه کړي.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «که دوی په بهر کې ميشت د برتانیا تبعه وي، نو د برتانیا حکومت به هر هغه څه وکړي چې د دوی د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړین وي.»

د برتانیا کابینې دغه غړي دا هم ویلي چې د دې هېواد هر وګړی چې د نړۍ خطرناکو سیمو ته سفر کوي باید «ډیر احتیاط» وکړي او د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت سپارښتنې تعقیب کړي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له خوا د درېيو برتانوي وګړو د نيولو خبر په پراخه توګه خپور شوی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Back to top button