۸صبح، کابل: د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، چې دا هېواد په افغانستان کې د یوه امریکايي بندي د ازادولو هڅه کوي.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سالیوان دوشنبه د سلواغې پر ۲۵ سيانان ته ویلي، د هغه امریکايي وګړي د ازادولو په تړاو چې د ډسمبر په لومړیو کې په کابل کې نیول شوی، په لوړه کچه خبرې روانې دي.
سالیوان ویلي: «دا کس د تخلیې د بهیر تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته تللی و. نه غواړم حساسیتونو ته یې اشاره وکړم؛ خو تاسې ته ډاډ ورکوم، چې په لوړه کچه يې د ازادېدو په لټه یو.»
سيانان ویلي، چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د لوېدیځ ۸ تبعه نیول شوي او دا د لوېدیځوالو پر وړاندې د اقداماتو د زیاتېدو ښکارندويي کوي.
په افغانستان، امریکا او بریتانیا کې باوري سرچینو سيانان ته ویلي، په بندیانو کې شپږ بریتانویان دي، چې یو يې په امریکا کې د اوسېدو قانوني اسناد لري او یو بل امریکايی دی.
د دغو کسانو د نیولو د لامل په تړاو څه نه دي ویل شوي. د سرچینو په خبره، ګومان نه کېږي، چې ټول نیول شوي کسان به له یو بل سره اړیکه ولري.
ورته مهال د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې امیلي هورن دا نیونې د «نه منلو» وړ بللې او زیاته کړې يې ده، چې واشنګټن له کابل سره د دغو کسانو د ازادولو لپاره په اړیکه کې دی.
نوموړې زیاته کړې: «موږ د دغو ټولو کسانو چې په ناحقه نیول شوي، په مستقیمه او نامستقیمه توګه د ازادېدو غوښتنه کړې. موږ د خصوصي حریم د ساتنې، امنیت او عملیاتي اندېښنو له کبله په دې اړه زیاتې څرګندونې نه کوو.»
تر اوسه په کابل کې چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.