د افغانستان په اړه د امریکایي او ازبکستاني پلاویو خبرېاترې

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ له یوه پلاوي سره د دغه هېواد د پلاوي د لیدنې خبر ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه د لیندۍ پر ۲۲ د دواړو پلاویو د یوې ګډې بیانیې په خپرولو ویلي، چې دغه لیدنه په امریکا کې شوې او د سویلي او منځنۍ اسیا په چارو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ډونالډ لو د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دغه هېواد د پلاوي کوربتوب کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د دواړو لوریو د خبرواترو په اړه د کره معلوماتو له وړاندې کولو پرته، په بشردوستانه مرستو کې د ازبکستان له ګډون څخه هرکلی کړی دی.
بیانیه کې ویل شوي، چې دغه لیدنه د امریکا او ازبکستان د استراتيژیک ګډون(SPD) د کلنیو خبراترو په چوکاټ کې شوې ده.