د افغانستان په اړه د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې‌اترې؛ عبداللهیان: د نجونو د زده‌کړو له منع کېدو خواشینی یم

۸صبح، کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د امیر عبداللهیان د خبرواترو خبر ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت جمعه د مرغومي پر ۱۶ د یوې خبرپاڼې په خپرولو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره د د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر امیر حسن عبداللهیان د ټلیفوني اړیکې خبر ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې عبداللهیان په دې اړیکه کې افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو له بندیز لګولو خواشیني څرګنده کړې ده.

د خبرپاڼې له قوله امیر حسن عبداللهیان په دې خبرواترو کې یو ځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

خبرپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري له قوله لیکلي، چې دغه هېواد افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړی دی.

د طالبانو مشر دوې اونۍ مخکې د یوه فرمان په صادرولو د ښځو پر زده‌کړو بندیز اعلان کړ، چې پراخ غبرګونونه یې لرلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button