۸صبح، کابل: د ښځو حقونو یوې افغانې فعالې تمنا زریاب پریاني د جرمني په «وایپرفورټ» ښار کې د خپل اعتصاب په درېیمه شپه ویلي چې نړۍ د افغانستان میلیونونه خلک هېر کړي دي.
نوموړې دغه څرګندونې د يکشنبې شپه د تلې میاشتې په ۹مه پر اېکس ټولنيزه پاڼه کړي دي.
پرياني څرګنده کړې:«د پرلت خېمې درېیمه شپه، د افغانستان له خلکو سره په یووالي کې، میلیونونه خلک چې نړۍ هغوی هېر کړي دي.»
دا په افغانستان کې د «جنسیتي تبعیض» د پیژندلو لپاره د پریاني او د ښځو حقونو یو شمیر نورو فعالانو له لوري د نه خوړلو اعتصاب دویم پړاو دی.
تر دې وړاندې پرياني د جرمني په کولون ښار کې د نه خوړلو ۱۲ ورځنی اعتصاب کړی و چې په ملاتړ یې د نورو هېوادونو یو شمېر ښځو هم اعتصاب کړی و.
دوی په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د پیژندلو او طالبانو ته د مالي مرستو د بندیدو غوښتنه کوي.