د تراوېح جبري لمونځ، په هرات کې طالبان خلک وهي ټکوي

د طالبانو له خوا پر هېوادوالو د سختو بندیزونو له لګولو وروسته، په هرات کې د دې ډلې غړو په جماعت سره د تراویح لمانځه ادا کول اجباري کړي دي. په دې شپو کې یو شمېر طالب جنګیالي د هرات ښار په ځینو برخو کې د هغو کسانو په لټه کې دي چې د تراویح لمانځه پر مهال جومات ته نه ځي. د هرات اوسېدونکي وايي، دغه طالبان د دې پر ځای چې د جوماتونو په لیکو کې ودرېږي، له لارویانو، هټۍوالو، درمل پلورونکو او هغو کسانو نه چې د ځینو دلایلو له مخې، لمانځه ته نه ځي او د تراویح د لمانځه پر مهال په پیر او پلور او یا ګرځېدو بوخت وي، پلټنې کوي او وهي ټکوي یې.
شریف احمد (مستعار نوم) د هرات ښار د يوولسمې ناحيې اوسېدونکی دی، چې د «اميد واټ» په سيمه کې يو درملتون لري. د شریف احمد درملتون د خلکو له اړتیا سره سم تر نیمې شپې پورې پرانیستی وي. د هرات دغه اوسېدونکې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې طالبان تېره اوونۍ د شپې د ۹ او لسو بجو ترمنځ درملتون ته ورننوتل او تراوېح لمانځه ته د نه تلو له امله يې په نامناسبو خبرو وراټه. شریف احمد زیاتوي:«هغوی زما درملتون ته راننوتل، د روژې په مبارکه میاشت کې یې ماته بدې او نامناسبې خبرې وکړې.په څپېړه او لغته یې ووهلم او په غیر انساني ژبه یې وویل چې که بل ځل دې د تراوېح لمانځه پرمهال درملتون پرانیستی و، بیا له ځانه ګېله وکړه. خبرداری راکړ، چې هره شپه ګرځي او هغه کسان لټوي چې تراوېح لمانځه ته نه ځي.»
د هرات ښار د يوولسمې ناحيې يوه بله اوسېدونکې سميه وايي، چې مېړه يې د روژې په مياشت کې هره شپه د تراويح لمانځه ته ځي، خو د سه شنبې په شپه، د وري په ۸ مه، د خپل زوى د ناروغۍ له امله جومات ته نه و تللی. مېرمن سومیا زیاتوي، چې خاوند یې د شپې په ۰۹:۰۰ بجو له کوره وتلی او هټۍ ته تللی و، خو د طالبانو له خوا ووهل شو. د هرات دغه اوسېدونکي څرګندوي، چې طالبانو د هغې د کور او د سيمې د هټيوال آدرس په ګوته کړی او خبرداری يې ورکړی، چې که په راتلونکو شپو کې جماعت ته حاضر نه شي، د دوی له سخت چلند سره به مخ شي.
د هغو کسانو وهل ټکول چې د تراوېح لمانځه پرمهال جومات ته نه حاضرېږي، په هرات ښار کې عمومي چاره نه ده، خو یو شمېر طالبان په ځینو سیمو کې دا کار کوي. دا کسان پخپله د تراویح د لمانځه پر مهال له جوماته بهر وي او د هغو کسانو په لټه کې وي چې دغه لمونځ په جومات کې نه کوي. د هرات اوسېدونکي وايي چې طالب چارواکي باید خپل جنګیالي وپوهوي چې پًر خلکو په زور لمونځ کول ښې پایلې نه لري.
يو شمېر ديني عالمان په جبري توګه پر خلکو د تراوېح لمانځه ادا کول د شريعت پر خلاف بولي او وايي چې طالبان حق نه لري چې د تراويح لمانځه په پار خلک ووهي. په هرات کې یو دیني عالم مولوي عبدالناصر (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د تراویح لمونځ په خپل ذات کې سنت دی او په جومات کې یې په جماعت سره ادا کول یو جلا سنت دی. دغه دیني عالم وايي: «شریعت اجازه نه ورکوي چې خلک د یوه سنت لپاره مجبور کړای شي. د تراویح لمونځ یو سنت دی او په جماعت سره یې ادا کول یې جلا سنت دی. ممکن چې یو څوک په کور کې د تراویح لمونځ وکړي، نو اسلامي حکومت حق نه لري چې یو څوک مجبور کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په هیڅ یوه اسلامي هیواد کې حکومتونه او اسلام پالې ډلې خلک په جبري توګه تراویح لمانځه ته نه اړ کوي. طالبان د تراویح پر لمانځه سربیره، هټیوال او سوداګر مجبوروي چې د جمعې په ورځ هم خپل کارونه پرېږدي. په کابل کې د جمعې په ورځ له لمانځه مخکې د امربالمعروف وزارت محتسبان پر سړکونو ګزمې کوي او هټیوالو ته امر کوي چې هټۍ وتړي او د جمعې لمانځه ته حاضر شي.
پر دې سربېره، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د هرات پر اوسېدونکو ډېر محدوديتونه لګولي دي. د نجونو د منځنیو او لېسو ښوونځیو تړل کېدل، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او د نجونو د لېلیو تړل کېدل، د عمومي حمامونواو تفریحي پارکونو تړل کېدل او د حجاب اجباري کېدل او د محرم له لرلو پرته پر سفر بندیز هغه محدودیتونه دي چې پر ښځو لګول شوي دي. پر دې سربېره، د کافي خونو، قېلون خونو، ګم زونونو او انټرنېټ کلپونو تړل کېدل، په تفریحي غونډو کې پرچلم څکولو بندیز، د ويښتانو پرهغه ډول جووړولو بندیز چې طالبان یې غربي ګڼي او د ږیږې نه خرېل او داسې نور هغه محدودیتونه دي چې په هرات کې پر نارینه وو لګول شوي دي. دغو محدودیتونو د هرات اوسېدونکی تر پوزې رسولې دي.