ننګرهار کې د هدفي وژنو دوام؛ د ماين په چادونه کې ۶ تنه ټپيان شوي
۸صبح، ننګرهار

ننګرهار کې د هدفي وژنو په دوام نن په مرکز جلال اباد ښار کې د ماين چاودنې ۶ تنه ټپیان کړل.
چاودنه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند څلوېښت متره سړک ته څېرمه د برښنا رياست د کارکوونکو پر موټر د ځای پرځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولايت د برښنا ریاست مسؤلین وايي، یاده پېښه کې د ياد ریاست د یوه موټر چلوونکي په ګډون څلور تنه کارکوونکي او په یوه رکشا کې د یوې ښځینه ډاکټرې او ماشومې په شمول دوه نور ټپيان شوي دي.
ټپيان اوسمهال د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د چاودنې مسؤلیت هم تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
په دې وروستيو کې د هېواد ځينو سيمو په ګډون په ننګرهار کې هم د ماين د چاودنو پېښې ډېرې شوې دي، هغه څه چې د هېوادوالو ژورې اندېښمنې يې راپارولي او په دې اړه له امنيتي مسؤلينو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.