لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله لس تنه مړه او ټپیان شول

۸صبح، لغمان: د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ مسوولینو ویلي، چې نن سهار د لړم په څوارلسمه شا وخوا اته بجې د دغې ولسوالۍ د فرشغان درې په کېل کلي کې د یوه صرف ډوله موټر د چپه کېدو له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دولت شاه لپاره د طالبانو ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ځایي روغتون مسوولین روغتون ته پر لار وو او موټر یې چپه شوی، چې له امله یې اووه تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
ولسوال وایي، په وژل شویو کسانو کې دوه ډاکتران چې یو نارینه او بله ښځینه ډاکتره ده هم شامل دي.