د عشر راټولولو په سر جنجال؛ طالبانو په کونړ کې دوه ښځې په ډزو ویشتلي

۸صبح، کونړ: په کونړ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو او ملکي خلکو ترمنځ د عشر پر سر په نښته کې، د دغې ډلې جنګیالیو دوه ښځې په ډزو ټپیانې کړې دي.
دا پېښه د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۶مه) د ناړۍ ولسوالۍ د سونګلی په کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه پیښه وروسته له هغه رامنځته شو، چې د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان اصلالدین ايوبي په مشرۍ يو شمېر وسله وال ياد کلي ته ورغلل او له کروندګرو يې د کرنيزو محصولاتو د عشر د ورکړې غوښتنه وکړه.
سرچينې زياتوي، چې ځايي اوسېدونکو له دغه طالب قوماندان غوښتي، چې خپل عشر به په کلي کې نه، بلکې د ولسوالۍ په مرکز کې ورکوي.
ویل کېږي، چې ایوبي او د هغه جنګیالیو د سیمې د اوسېدونکو غوښتنې ته د مرمیو په ډزو جواب ورکړی، چې له امله یې دوه مېرمنې سختې ټپیانې شوې او د یوې مېرمنې حالت نازک ښودل شوی دی.
په کونړ کې د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبان لخوا د زور په کارولو سره د خلکو له کرنیزو محصولاتو د عشر اخیستل کومه بې ساري پيښه نده.
د تېر حکومت پر مهال هم دغې ډلې د خپل واک لاندې سیمو کې له کروندګرو څخه عشر په زور اخیستلو.