په ایران کې افغان کډوال د خپل ژوند له سختو محدودیتونو، د پولیسو له نامناسب چلند او د دوی پر وړاندې د ځینو ایرانيانو له سپکاوي ډک نظره شکایت کوي. هغوی وايي، د وېزې د تمدید او بانکي، مخابراتي، روغتیايي، ښوونیزو او تحصیلي خدمتونو له اسانتیاوو بې برخې دي او له اجباري اېستلو کېدو سره هم مخ دي. د هغوی په وینا، په دغه هېواد کې یوازې لږ شمېر کډوال عامه خدمتونو ته لاسرسی لري او په ازاده توګه ګرځېدلای شي. په همدې حال کې ایراني رسنۍ هم تاییدوي چې سږ کال په دغه هېواد کې « د افغانانو پر وړاندې ضدیت» زیات شوی دی. له طالبانو سره سرحدي ترینګلتیاوې، د هلمند سیند حقابه او په شاه چراغ کې ځانمرګی برید د دې چارې لاملونه ګڼل کېږي.
د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته زرګونه مخکیني نظامیان، خبریالان، مدني فعالان، سياستوال او نور هېوادوال ايران ته کډوال شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي دي، چې د دغه سازمان له خوا ۷۸۰ زره پناه غوښتونکي ثبت شوي چې ۲،۶ میلیونه کسان له اسنادو پرته او ۶۰۰ زره کسان په قانوني اسنادو سره ژوند کوي. خو تهران ویلي چې په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
په ایران کې زرګونه افغان کډوال له ډول ډول ستونزو سره مخ دي. هغوی وايي چې پر دې سربېره چې له اجباري اېستل کېدو، نيول کېدو او سپکاوي سره مخ دي، د پيسو په بدل کې هم عامه خدمتونو ته لاسرسی نه شي موندلای. هغوی تاییدوي چې په دې هیواد کې د خپلو ستونزو د حل توان نه لري او کاري زمینې هم ورته خورا محدودې شوې دي. په ایران کې د افغان کډوالو په وینا، اوسمهال د اوسېدو د وېزو د تمدید په برخه کې له ستونزو تر پوزې رسيدلي دي. هغوی د ایران د ادارو یو شمېر چارواکي په فساد تورنوي او زیاتوي چې دغو چارواکو د وېزو د تمدید بهیر د ځان لپاره په یوې ګټورې سوداګرۍ بدل کړی دی.
یو افغان کډوال چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی وايي: «هغه کسان چې ایران ته په قانوني توګه تللي، وېزې یې په یوه کال کې درې ځلې غځول کېږي. د وېزې د تمدید قانوني بیه ۱۸۰ زره تومانه ده، خو نه یې راته تمدېدوي. موږ یې باید په تور بازار کې تمدید کړو، چې څه باندې پنځه میلیون تومانه کیږي. په دې کاروبار کې بېلابېل ایراني مسوولان ښکېل دي، له همدې امله یې له قانوني لارې پړاوونه نه ترسره کوي.»
بلخوا، په ایران کې زرګونه افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له نامناسب چلنده شکایت کوي. هغوی وايي چې په بېلابېلو ښارونو کې ایراني پولیس د «بشري او اسلامي حقونو» د ارزښتونو پر خلاف چلند کوي او د افغان کډوالو په توهین، سپکاوی او وهلو ټکولو لاس پورې کوي. د دوی په وینا، ان هغه کسان چې کارتونه لري د نیولو او اجباري اېستل کېدو له وېرې نشي کولای له فابریکو بهر ووځي او کارتونه یې هم نه غځول کیږي.
دغه کډوال د ژوند د اسانتیاوو له نشتوالي هم شکایت کوي او وایي چې ان محصلان او هغه کسان چې قانوني اسناد لري، بانکي کارت نه شي اخیستلای. د هغوی په خبره، د دې کارت د ترلاسه کولو لپاره د کور قبالې او ښاروالۍ ته د مالیې د ورکړې اسنادو او پېچلې بیوروکراسۍ ته اړتیا لري، چې د محصلانو او عامو کارګرانو له وسه وتلې خبره ده او ډېری وخت په پلورنځایونو کې د توکو له پېرلو او د خپلې لاسګټې له ترلاسه کولو محرومېږي.
يو کډوال چې نه غواړي نوم يې په رپوټ کې واخيستل شي، وایي: «کله چې کارګر پیسې غواړي، د کار پیسې یې نغدي نه ورکوي او وايي چې بانکي حساب ته يې استوي. بې چاره کارګر بانکي حساب له کومه کړي؟ کله کله داسې هم پیښږي چې د کار څښتن په همدې پلمه او بهانه د کار ګرحق خوري.»
له بلې خوا یو شمېر کډوال د ایرانيانو د ژوند د ستونزو په تاییدولو سره وايي چې د توکو او اجناسو د بیو لوړوالی د ایرانیانو لپاره جدي ستونزه ګرځېدلې او په دغه هېواد کې یې له افغان کډوالو د کار فرصت اخیستی دی. د هغوی د ادعا له مخې، د ایرانيانو د ژوند د لګښتونو لوړوالي هم د افغان کډوالو پر وړاندې د سپکاوی، تبعیض او اجباري شړلو زیاتېدو ته لاره هواره کړې ده.
د دې راپور د چمتو کولو پر مهال یو شمېر کډوالو تایید کړه، چې ډیری ایراني کار ګومارونکي د افغان کارګرانو له مجبوریته ناوړه ګټه پورته کوي او د حق له ورکولو یې ډډه کوي. یو کارګر وايي:« د کارڅښتن حق نه ورکوي، ډېر ځنډ کوي. بیا که شله شو، پولیس خبروي چې بېرته مو واړوي، له همدې امله مجبور یو چې چوپ پاتې شو او کله ناکله که د دوه یا دریو میاشتو تنخوا هم رانه کړي او رخصت مو کړي، هم څه نه شو ویلای.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوه، چې پکې يو ايرانی کارګومارونکی خپل افغان کارګر د کوڅې په منځ کې وهي او ټکوي او ښکنځلي ورته کوي. په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیو ګانې په پرلپسې توګه خپریږي، چې ښيي ایراني کارګومارونکي افغان کارګرانو ته خپل حق نه ورکوي او هغوی ته سپکاوی کوي. هغه کارګران چې حق یې خوړل شوی وايي، هېڅ داسې اداره نشته چې د دوی پر شکایتونو غور وکړي. دوی زیاتوي که پولیسو او محکمې ته مراجعه وکړي، نو دغه ادارې یې د ستونزې د حل پر ځای نیسي او یا یې باسي.
د يادونې وړ ده چې په ايران کې افغان کډوال په بېلابېلو کټګوريو وېشل کیږي. یو شمیر هغه کسان چې د «آمایش» کارت لري، د ګرځېدو له ازادۍ برخمن دي او د لنډمهالي کار جواز ترلاسه کوي او ښوونیزو او روغتیایی خدماتو ته لاسرسی لري.
بله کټګوري هغه کډوال دي چې د سرشمیرنې کارت لري، خو له اخراج او د سفر له بندیز سره مخ دي. د سرچینو په وینا، هغه کسان چې دا کارت لري یوازې په هغه ښار کې ګرځېدلای شي چې پکې اوسي او احتمال لري چې له اجباري اېستل کېدو خوندي وي. بله ډله بیا هغه کډوال دي چې په وېزې تللي او د هغوی په ډله کې د ډېری کسانو د اوسېدو موده پای ته رسېدلې او غځولای یې نه شي. خو اصلي ستونزې د هغو کډوالو پر وړاندې دي چې د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو وروسته له قاچاقي لارو دغه هیواد ته تللي دي.
بلخوا، یو شمېر هغه کډوال چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته ایران ته تللي وايي، چې د اقتصادي ستونزو او د کورونو د لوړې کرایې له امله یې ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي او ډېری یې نه شي کولای چې خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.
په ایران کې یو افغان کډوال محمد رجا وايي، له اجباري اېستلو سره مخ دی او د اوسېدو وېزه یې نه ده تمدید شوې. هغه له خپل روحي او رواني حالته شکایت کوي او زیاتوي: «له ګونګ او نامعلوم حالت سره مخ یو او پر اندېښنو او سخت روحي او رواني اضطراب اخته شوي یو. ژوند مو تریخ شوی دی. زموږ ماشومان ښوونځیو ته نوملیکنه نه شي کولای، د هغوی د نوم لیکنې لپاره مې اسناد بشپړ کړل او له څه باندې ۱۵ورځو راهیسې ښوونځي ته ځم، راته وايي ځای نشته. زما په مخکې د ایرانیانو د ماشومانو نوملیکنه کوي، خو زموږ لپاره ځای نشته.»
دغه کډوال په داسې حال کې زده کړو ته د خپلو ماشومانو له نه لاسرسي شکایت کوي، چې د ایران د خیریه بنسټونو ټولنې هم تایید کړې، چې یوازې په تهران کې لږ تر لږه درې زره کډوال ماشومان له زده کړو بې برخې دي. تر دې وړاندې د ایران حکومت یو پلان په پام کې نیولی، چې له مخې یې د افغانستان زرګونه زده کوونکي او محصلان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د «آمایش» کارت د نه لرلو له امله له نوم لیکنې پاتې دی، خو اوس دا ستونزه په دې ډول حل شوې چې په ایران کې د تحصیل مینه وال له نوملیکنې وروسته د افغانستان پاسپورټ ترلاسه کړي.
په ایران کې افغان کډوال د استوګنې پر ستونزو، اجباري اېستل کېدو او ټولنیزو خدمتونو ته پر نه لاسرسي سربیره، د یو شمېر ایرانیانو له سپکاوي ډک چلنده هم شکایت کوي. هغوی وايي چې ایرانیان د کډوالو پر وړاندې له تبعیضه ډک چلند لري او د نانواییو په کتارونو، بسونو او نورو عامه ځایونو کې افغان کډوالو ته سپکې سپورې وایي چې خورا ځورونکې او « توکمپالونکې» دي.
په همدې حال کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر ایراني کاروونکو له خپل حکومته غوښتي چې د توکو د بیو د لوړوالي او د کار د نشتوالي له امله دې افغان کډوال وباسي. دوی ویلي دي، چې افغانان د ایران ولس ته سرخوږی جوړ شوی دی. ځینو یې لیکلي دي: «د ایران ولس د افغانانو له خوا له ستونزو سره مخ شوی» «ویې باسئ ویې باسئ» او«ایرانیان وزګار او افغانان پر کار» دا د هغوی ځینې عادي غبرګونونه دي.
دغه راز ایراني رسنیو هم په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه بېلابېل غبرګونونه لرلي دی. ځینو دغو رسنیو تایید کړې چې سږ کال په دغه هېواد کې «د افغانانو پر وړاندې ضدیت» زیات شوی دی. دغو رسنیو د هلمند سیند د حقابې په اړه د ایران او طالبانو ترمنځ اختلافات، سرحدي ترینګلتیاوې او د داعش له خوا د شاه چراغ برید په دغه هېواد کې د «د افغانانو پر وړاندې د ضدیت» لاملونه ګڼلي دي.
له بلې خوا، د ایران د کډوالۍ د ملي سازمان مشر عبدالله مبیني په تهران کې د ملګرو ملتو له همغږي کوونکي اشتفان پریزنر سره په کتنه کې ویلي دي، که ایران په ۲۰۲۴ کال کې له دغه سازمانه نورې مالي مرستې ترلاسه نه کړي، نو نړۍ به د کډوالو پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د تګلارې د بدلون شاهده وي.
د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر (UNHCR) د ایران اسلامي جمهوریت له څلوېښتو کلونو راهیسې په نړۍ کې د کډوالو یو تر ټولو لوی او اوږدمهالی کوربه بللی دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ملګرو ملتونو له خوا ثبت شوي۷۸۰ زره کډوال، ۲.۶ میلیونه بې اسنادو کډوال او ۶۰۰ زره هغه کډوال چې په پاسپورټونو ایران ته تللي، په دغه هېواد کې ژوند کوي. دغه بنسټ دغه راز اټکل کړی، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۲۳۳ زره کسان د سفر کولو په معتبرو اسنادو سره ایران ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یوې څېړونکې موسسې د شمېرو له مخې چې مرستندویو هېوادونو ته مشورې ورکوي، د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته، له ۵۰۰ زرو تر یو میلیون پورې افغانان ایران ته تللي دي. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان ویلي وو، چې په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته په زرګونو هیوادوالو ایران ته پناه وړې ده او یو شمیر یې د اروپایي هېوادونو له لوري د د دوی د کډوالۍ د دوسیو پروسس ته په تمه دي چې له اجباري اېستل کېدو سره هم مخ دي. خو په دې وروستیو کې په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال حسن مرتضوي د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر مولوي نور محمد ثاقب سره په کتنه کې ویلي دي، چې هېواد یې د طالبانو د مخالفینو لپاره امن ځای نه دی.